مریم پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 3:26 PM
aic

نېټه: چهار شنبه د لړم ۱۵ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په ښې حکومتولۍ، روڼوالي او حساب ورکونې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي کمپاین پر لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړي ښاغلي فضل الباري بریالي او د مریم پوهنتون د رئیسې آغلې داکترې شهلا رشید په برخې اخیستنې دا ځل په مریم پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو له پاره جوړه شوه.
لومړی ښاغلي فضل الباري بریالي اداري فساد د افغانستان یوه لویه ستونزه یاده کړه او عام خلک یې د فساد اصلي قربانیان وبلل. هغه وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی اداري فساد سره د مبارزې یوه له بهترینو لارو او میکانیزمونو څخه ده، څومره چې په ادارو کې د محرمیت د کلتور کچه لوړه وي، او خلک په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ونه لري په هماغه اندازه اداري فساد هم ډېر وي او مفسدین بې له هیڅ ډول وېرې خپل کار پرمخ وړي. د تعریف له مخې ولسواک دولت همغه دی چې د خلکو وي او د خلکو په خدمت کې وي، له دې کبله په ادارو کې د شته اطلاعاتو اصلي څښتنان خلک دي، او دې اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو یو اساسي حق دی. څرنګه چې د خلکو د حقونو خوندیتوب د حکومت یو له اساسي دندو څخه شمېرل کیږي نو حکومت باید له خپلو کړنو او اجرااتو څخه خلکو ته راپور ورکړي او په دې هکله ځواب ویونکی وي.
اطلاعاتو ته لاسرسی د روڼوالي په رامنځته کولو او حکومت خلکو ته په ځواب وینې اړ ویستلو کې ځانګړي ارزښت لري، او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې کولای شو له ادارو څخه د هغوی د پلانونو، پالیسیو، دندو او واکونو، تشکیلاتو، قراردادونو او نورو مواردو په هکله د اطلاعاتو غوښتنه وکړو او ادارې اړ دي چې د خلکو دا ډول غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي.

aic

په دوام یې د مریم پوهنتون رئیسې آغلې ډاکټرې شهلا رشید وینا وکړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون یې اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق اصلي ملاتړی یاد کړ او زیاته یې کړه چې اطلاعاتو ته لاسرسی د ټولو وګړو حق دی او باید ددې حق د خوندیتوب له پاره په ګډه کار وکړو. ټول خلک حق لري له هغه څه چې په حکومت کې تېريږي باخبره واوسي. هغه ادارې چې اطلاعات د خلکو په واک کې نه ورکوي په حقیقت کې په فساد ککړې دي او د محرمیت د کلتور د ودې لامل ګرځي. اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت په دې کې دی چې هر ډول فساد بربنډوي او په هره کچه په دولت کې د فساد د کمښت سبب ګرځي.
په غونډه کې د کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزن*9ټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې محترم فضل الباري بریالي او خلیل جیحون د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS