رابعه بلخي پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 1:55 PM
Aic

نېټه: یکشنبه د لړم ۵ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په روڼوالي، حساب ورکونې، او ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړي.
له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د غړې آغلې زهرا موسوي او د رابعې بلخي پوهنتون د علمي مرستیال ښاغلي طاهر زارع په برخې اخیستنې دا ځل په تابش پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو له پاره جوړه شوه.Aic

لومړی آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور په دودونې او پیاوړتیا کې د اکاډیمیکو بنسټونو او پوهنتونونو پر رول او په ولسواکو ټولنو کې د خلکو پر دې حق وغږېده او زیاته یې کړه؛ ښوونکي او محصلین د ټولنې د باخبره او فعاله وګړو په توګه کولای شي اطلاعاتو ته په لاسرسي کې مهم رول ولوبوي، او د قانون سره سم له مختلفو ادارو څخه په مختلفو سطحو د روڼوالي او حساب ورکونې لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي غوښتنه زیاته کړي. نوموړې اطلاعاتو ته لاسرسی د یو بشري حق په توګه یاد کړ او ویې ویل چې عام ښاریان باید له خپل دې حق څخه باخبره و اوسي او دولت ځواب ویلو ته په اړ ایستلو کې ترې کار واخلي. په ولسواکو ټولنو کې دولت خپل مشروعیت له خلکو اخلي او باید خلکو ته د خپلو کارونو او فعالیتونو په هکله راپور ورکړي. په همدې منظور خلک په ادارو کې د شته اطلاعاتو اصلي څښتنان دي او اطلاعاتو ته لاسرسی د روڼوالي او ځواب ورکولو کلتور پیاوړی کوي او په ښې حکومتولۍ کې د خلکو ګډون ته زمینه برابروي.
د رابعه بلخي پوهنتون مرستیال ښاغلي طاهر زارع بیا په خپل وار په ولسواکو ټولنو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر ارزښت وغږېد او ویې ویل؛ که څه هم اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور په افغانستان کې لا بنسټیز شوی نه دی خو موږ کولای شو اطلاعاتو ته د لاسرسی کلتور په دودولو او پیاوړي کولو دغه حق تر لاسه کړو. اطلاعاتو ته لاسرسی کېدای شي د هر ډول فساد سره په مبارزه کې اغېزناک واقع شي او د روڼوالي سبب وګرځي. ځکه نو باید ټول خلک له خپل دې حق څخه خبر شي او له هغې ګټه پورته کړي

aicښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره د اطلاعاتو د لاسرسي څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.
په اخر کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS