تابش پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په هکله د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 1:44 PM
Aic

نېټه: چهارشنبه د لړم ۱، ۱۳۹۸ هجري لمریز
په روڼوالي، حساب ورکونې، او ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي ترڅو په ټولو علمي بنسټونو، دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند د عامه پوهاوي کمپاین په لاره اچولو په ټولنه کې د اطلاعاتو د غوښتنې کچه لوړه کړي ترڅو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره کړي.

people 

له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي د عامه پوهاوي غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د مرستیالې آغلې نجیبه مرام او د تابش پوهنتون د عمومي رئیس ښاغلي پوهندوی محمدحسن فرید په برخې اخیستنې دا ځل په تابش پوهنتون کې د دغه پوهنتون د مختلفو پوهنځیو د محصلینو له پاره جوړه شوه.
لومړی آغلې نجیبې مرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د لنډې پېژندنې او د دې ادارې د رامنځته کېدو اړوند ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق په هکله خبرې وکړې او ویې ویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی تر هر څه د مخه یو بشری حق دی چې په ټولو خلکو پورې اړه لري. د افغانستان خلک حق لري په ټولو ادارو کې د شته اطلاعاتو غوښتنه وکړي او له هغو باخبره وي. هغې په ښې حکومتولۍ او روڼوالي کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول مهم وباله او ویې ویل د اطلاعاتو غوښتل د حکومت له کړنو څخه د خلکو د مستقیم څار زمینه برابروي، خلک کولای شي د اطلاعاتو د غوښتنې په اساس د دوی په شخصي او ټولنیز سرنوشت پورې تړليو ټولو پېښو او حکومتي پرېکړو کې رول ولوبوي.

masabh
په دوام یې د تابش پوهنتون رئیس پوهندوی محمدحسن فرید په ولسواکو ټولنو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر ارزښت خبرې وکړي او د دغه قانون پلي کېدل یې د ځواب ویونکي حکومت د راتلو اساس وباله، زیاته یې کړه؛ محصلین زموږ د ټولنې د باخبره او فعالو وګړو په توګه باید د دې موضوع سره جدي برخورد وکړي او د محرمیت د کلتور سره په مبارزې کې خپل رغنده رول ولوبوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS