په رڼا پوهنتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي غونډه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:47 AM
Aic

نېټه: یکشنبه د تلې ۲۱ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
دا غونډه اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون غړي محترم فضل الباري بریالي او د رڼا پوهنتون د علمی مرستیال ښاغلي سید مصطفی سیدي په شتون کې جوړه شوه.
محترم فضل الباري بریالي وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع یوازې د ژونالېزم د محصلینو او یا ژورنالېستانو پورې اړه نه لري بلکې دا د افغانستان د ټولو وګړو حق دی او په ټولو خلکو پورې اړوند ده. هغه زیاته کړه، نظر د ولسواکۍ تعریف ته ولسواکي د خلکو حکومت دی د خلکو د پاره، په ادارو کې ټول اسناد او اطلاعات په خلکو پورې اړه لري ځکه نو خلک باید د حکومت له ټولو کړنو باخبره واوسي او پرې څار ولري ترڅو روڼوالی او ځواب ویل یقیني شي. په نظام کې چې حکومت ځواب ورکوونکی ونه اوسي او د خلکو ګډون پکې تأمین نه شي، ولسواک نظام یې نه شو ګڼلای. نوموړي د فساد په کمښت، ځواب ورکولو، روڼوالي او پرانستې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت د ژوندیو بېلګو په وړاندې کولو سره تشرېح کړ. هغه همدارنګه د کمیسیون د لنډې پېژندنې او د هغې د ايجاد د څرنګوالي تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د پروګرامونو او شکایتونو ته د رسېدنې او د هغو د څېړنې د بهیر په اړه لنډ توضیحات ورکړل.
په دوام یې ښاغلي سید مصطفی سیدي په خپلې وینا کې وویل؛ د ملي یووالي د حکومت یو له لاسته راوړنو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون لاسلیک او پلي کول دي. کله چې بنسټونه ځواب ویونکي ونه اوسي او اطلاعات د خلکو، علمي او څېړنیزو بنسټونو، پوهنتونو، کلتوري مراکزو، او رسنیو په واک کې ور نکړل شي موږ نه شو کولای د ښې حکومتولۍ موخو ته ورسیږو. له پخوا څخه اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړی شوی او مسؤل بنسټونه تر یوه بریده اطلاعات د خلکو په واک کې ورکوي.

Rana
دا غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند د یو پرېزنټیشن او د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې پتیل شوې ده د اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون او پوهنتونو ترمنځ یو تفاهملیک هم په نژدې راتلونکي کې د دوه اړخیزو همکاریو د دوام په موخه لاسلیک شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS