په ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي نقش

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:39 AM
Aic

نېټه: سه شنبه، ۱۶ ميزان ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون رئيس عين الدين بهادري د اشنا پوهنتون مسئولينو، استادانو او محصلينو ته په ښې حکومتولۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د نقش او بېلابېلو ابعادو په باب خبرې وکړې.
ښاغلي بهادري وويل اطلاعاتو ته لاسرسی په معاصر وخت کې د پرانيستې او ښې ډيموکراټيکې حکومتولۍ يو اساسي رکن دی. اطلاعاتو ته لاسرسی په ډيموکراټو نظامونو کې د يو بشري حق په توګه مطرح دی چې ټول اتباع بايد له دې حق څخه برخمن وي. له نېکه مرغه د افغانستان د اساسي قانون د ۵۰ مادې پر اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون جوړ او توشيح شو او حکومتي ادارې يې پر حساب ورکونې مکلفې کړې.
هغه زياته کړه اطلاعاتو ته لاسرسی هغه مهال تامينېدای شي چې خلک اګاه کړل شي او دوی له خپل دې حق څخه په استفادې له ادارو څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړي. هر څومره چې د اطلاعاتو غوښتنه وشي هغومره په حکومتولۍ کې د خلکو مشارکت زياتيږي.

Aic
نوموړي وويل اطلاعاتو ته لاسرسی د اداري فساد پر ضد د مبارزې لپاره کيلي ده. د معاش، دفتري امتيازاتو، د وسايطو د امتيازاتو، پروګرامونو، د ادارو د مشاورينو د امتيازاتو او د هغوی د اغېز، انکشافي پروژو او د هغوی د تطبيق د ډول او مختلفو مواردو په باب د اطلاعاتو غوښتنه د دولت د اغېزناکو کارونو او د ملت له خوا پر حکومت مستقيم نظارت ته لار هواروي.
شفافيت، په حکومت کې د خلکو ګډون او د اداري فساد پر ضد مبارزه هغه څه دي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په صورت کې امکان لري. د محرميت فرهنګ په دولتي او غيردولتي ادارو کې فساد رامنځته کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي په مرسته تاسو په يوه اداره کې د هر ډول فساد د کشف توان لرلای شئ.
هغه په وروستيو کې وويل اطلاعاتو ته لاسرسی د ډيموکراسۍ د اکسېجن حيثيت لري چې له دې پرته پرانيستې او ښه حکومتولي ناممکنه ده.
همدارنګه د اطلاعاتو د غوښتنې، د شکاياتو د ثبت او کميسيون ته د رسېدګۍ په اړه خبرې وشوې او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS