اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 10:17 AM
Aic

د تلې ۶ مه یا د سپټمبر ۲۸ مه اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ ده.

په مخ پر ودې هېوادونو کې اطلاعاتو ته نه لاسرسی یوه له مهمو ننګونو ده، ځکه نو په افغانستان کې هم اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق واقعیت له دې امر څخه مستثنی نه شو ګڼلای.
په دې هېوادونو کې حکومتونه په مختلفو دلایلو هڅه کوي اطلاعاتو ته د خپلو خلکو له لاسرسي څخه مخنیوی وکړي، په داسې حال کې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د ټولنیز انسجام، ملي امنیت د پراختیا سبب ګرځي او له دې لارې په ادارو کې د روڼوالي او ځواب ورکولو باعث کیږي او پر دولت د خلکو د باور کچه لوړېږي.
په تاریخي لحاظ کولای شو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په زوړ یونان کې د ارسطو په فکر او اند کې ولټوو، مګر هغه څه چې دې حق ته یې قانوني بڼه ورکړه او په یو واقعیت یې بدل کړ او په نړیواله کچه یې د دې په خپراوي کې مرسته وکړه هغه په ۱۹۴۸ کال کې د اطلاعاتو د ازادۍ نړیوال اجلاس ؤ چې د ملګرو ملتونو د ۵۱ غړو هېوادونو په ګډون په جينیوا کې جوړ شو او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۱۹ مه ماده جوړه او پس له څو میاشتو تصویب شوه.
که څه هم اطلاعاتو ته لاسرسی په افغانستان کې یوه نوې خبره ده چې تر اوسه یې خپل حقیقي ځای نه دی موندلی، خلک او حتی حکومتي چارواکي له دې حق او قانون څخه پوره خبرتیا نه لري، مګر زموږ په اساسي قانون کې دې حق خپل حقوقي ځای خپل کړی او د وګړو د یو قانوني حق په توګه مطرح شوی او په رسمیت پېژندل شوی دی. لکه څنګه چې په ولسواکو نظامونو کې اطلاعاتو ته لاسرسی په ملي پروسو کې د خلکو د سیاسي ګډون یوه اغېزناکه او مهمه وسیله ګڼل کیږي، ځکه نو ولس په ښې حکومتولۍ او ملي بهیرونو کې د فعال ګډون له پاره اړ دی لازمو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. له دې کبله په افغانستان کې دا یوه بنسټیزه اړتیا ده چې څنګه اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق خوندي او په دې اړوند د عامه پوهاوي یو عملي میکانیزم رامنځته شي تر څو خلک د دې حق په ارزښت پوه شي. یو ولسواک نظام هغه وخت پیاوړی کیږي چې خلک د حکومت له سیاستونو، پلانونو او پرېکړو خبر واوسي.
په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ دې ټولو خلکو، د ټولنې فعالو پرګنو او رسنیو ته مبارک وي.
د یو ولسواک او له هر ډول فساد څخه د پاک نظام په هیله.

یادښت: پتیل شوې وه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون اطلاعاتو د لاسرسي نړیواله ورځ د سیپټمبر په ۲۸ مه چې د تلې د ۶ مې سره برابره وه ونمانځي خو د ولسمشریزو ټاکنو د ملي بهیر له کبله د دې ورځې نمانځل راتلونکو ورځو ته وځنډېدل.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون پتیلې د حکومت د لوړپوړو چارواکو په ګډون او د نړیوالو بنسټونو، مدني ټولنې، او رسنیو سره په همغږۍ په راتلونکو ورځو کې دغه ویاړمنه ورځ ونمانځي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS