د پوهنې له وزیر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رییس او مرستیالې لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 5:52 AM
Aic mou

نېټه: یکشنبه د وږي ۱۰ مه، ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او آغلې نجیبې مرام د دغه کمیسیون مرستیالې د اطلاع رسونې مرجع د مسؤل د پیاوړتیا، د اطلاعاتو د ډیجیټلي کولو، په ولایاتو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د ټاکلو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي د حق د خوندیتوب په خاطر د عامه پوهاوي پروګرامونو د سرته رسولو په منظور د پوهنې له وزیر ښاغلي داکتر میرویس بلخي سره ولیدل.
لومړی د اطلاع رسونې مسؤل ته د اطلاعاتو د شریکولو اړوند د صلاحیت پر ورکړې، په دغه وزارت کې د اطلاع رسونې د مسؤل د دفتر له پاره د اړوندو تجهیزاتو او امکاناتو پر برابرولو، او په عصري ډول د اطلاع رسونې د ډیجیټلي سیستم پر رامنځته کولو خبرې وشوې او دا چې اطلاعات باید مخکې له مخکې په آنلاین بڼه داسې چې د خلکو لاسرسی ورته آسانه وي خپاره شي.
همدارنګه د اداراتو مسؤلینو او کارکوونکو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله پوهاوی چې خلکو او د اطلاعاتو غوښتونکو ته په ممکنه کم وخت کې د اطلاعاتو ورکړه او د اطلاعاتو خپرول یې یو ضروري کار وباله او زیاته یې کړه چې په دې اړوند د کمیسیون له خوا خلکو او دولتي ادارو ته د عامه پوهاوي بهیر روان دی.
دلیدنې په جریان کې د پوهنې وزیر محترم داکتر میرویس بلخې وویل؛ سره له دې چې اطلاعاتو ته لاسرسی د خلکو او کارکوونکو له پاره یو نوی څیز دی خو د هغوی لیدلوری په دې اړوند اوس هم پخوانی دی او سره د پراخو تشکیلاتو او کاري حجم چې په دغه اداره کې شته موږ هڅه کوو چې د اطلاع رسونې په کار کې پر وخت خلکو ته اطلاعات ورکړو. د پوهنې وزیر همدارنګه وعده وکړه چې د اطلاعاتو په ډیجیټلي سیستم، په ولایتونو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو په توګه د وړ او اغیزناکو افرادو پر ګومارنې او د هغوی په پیاوړتیا کار وکړي. ددې تر څنګه نوموړي د حکومت په رسنیز مرکز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون له خوا د ځواب ویلو او ۵۲ دولتي ادارو د وېب پاڼو د څارنې د دوه مخکینیو راپورونو او هم د ادارو او مامورینو په کچه د عامه پوهاوي په تړاو خپل ځانګړي وړاندیزونه څرګند کړل. په پای کې د دغه وزارت مشرتابه ژمنه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د خوندیتوب په هکله به د کمیسیون سره هراړخیزه همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS