د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو لخوا ملي دفاع وزارت ته د ورپېژندل شویو کسانو له استازو سره د هغوی د ستونزو په اړه لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 5:47 AM
Aic compaints MOD

نیټه: شنبه، ۹ سنبله ۱۳۹۸
نن له غرمې مخکې د ۳۰۲ تنو له استازو سره چې د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د پروسې له لارې بریالي شوي او ملي دفاع وزارت ته د استخدام په موخه ورپېژندل شوي مګر تر اوسه یې له دغه وزارت څخه د خپلې ګومارنې اړوند څرګند ځواب نه دی ترلاسه کړی ولیدل شو.
په دې لیدنه کې د استازو له خوا ځیني ستونزې لکه اطلاعاتي تشه، په مختلفو پلمو د بریالي شویو افرادو د ګومارنې څخه انکار لکه د قومي جوړښت په نظر کې نه نیول او یا د کشف د پروسې نه بشپړتیا، یادې شوې.
هغوی وویل چې ۳ میاشتې کیږي د اداري اصلاحاتو د کمیسیون له خوا د ګومارنې له پاره د ملي دفاع وزارت ته ورپېژندل شوي مګر ددغه وزارت له خوا په دې اړوند هیڅ ډول اقدام نه دی ترسره شوی او د بریالي شویو کسانو سره د هغوی د ګومارنې د پروسې په تړاو هیڅ ډول اطلاعات نه دي شریک شوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون غړو ښاغليو حمدالله ارباب او فضل الباري بریالي د دې کسانو استازو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر اساس ټولې ادارې اړ دي چې د ګومارنې په پروسه کې هر ډول اطلاعات چې کاندیدان او بریالي کسان یې غوښتنه کوي هغوی ته ورکړي، په دې اړه به د کمیسیون له خوا تاسې سره هراړخیزه مرسته وشي او دا موضوع به په جدي توګه تعقیب کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS