اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د خوندیتوب په تړاو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر سره لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 5:07 AM
Aic emigration ministry

نېټه: دوشنبه د زمري ۷ مه، ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري او ددې کمیسیون غړې زهرا موسوي د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزیر ښاغلي سیدحسین عالمي بلخي سره په دغه وزارت او د وزارت په ولایتي نمایندګیو کې د اطلاع رسونې د مراجعو د مسؤلینو د ګومارنې، د اطلاع رسونې د مراجعو د مسؤلینو د دفترونو د تجهیز او پیاوړتیا، د عامه پوهاوي د بهیر د پیلولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق د خوندیتوب په تړاو ولیدل.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري په سر کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د لنډې پېژندنې په ترڅ کې وویل: ددغه وزارت په مرکز او ولایتي نمایندګیو کې د اطلاع رسونې د مراجعو د مسؤلینو رامنځته کول او د ټولو هغو ځانګړنو سره چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې راغلي خلکو ته یې ورپېژندل، د هغوی ملاتړ او خلکو سره د اطلاعاتو د شریکولو اړوند واک ورکول، د هغوی د دفتر له پاره د لازمو تجهیزاتو او امکاناتو برابرول او د ادارو د کړنو او اجراآتو اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي د حق خوندیتوب یوه بنسټیزه اړتیا ده.
هغه زیاته کړه، چې موږ د خلکو سره د اړېکې له پاره او اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون څخه د هغوی د خبرولو په خاطر یو لړ عملي او اغېزناک پروګرامونه تر لاس لاندې لرو چې د کابل ښار په څنډو او ۲۰ ولایتونو کې به یې په یو کال کې پلي کړو.
ورپسې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ښاغلي سید حسین عالمي بلخي وویل: د اطلاع رسونې د مراجعو د بستونو د رامنځته کولو له پاره به د مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو د کمیسیون سره همغږي ترسره شي او ژمن یو چې هر ډول هڅه به کوو. همدارنګه لازم تجهیزات او امکانات مو د اطلاع رسونې د مسؤل د دفتر له پاره تیار کړي او که اړتیا وه نور به هم برابر کړو. هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د عامه پوهاوي د پروګرامونو سره هر ډول مرستې ته تیار یو او اطلاعاتو ته د خلکو د لاسرسي حق ته ژمن یو

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS