د کرنې وزارت اطلاع رسونې او اړوندو برخه څخه لیدنه

Anonymous (not verified)
Tue, Nov 26 2019 4:54 AM
Aic Agriculture

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د پرانیستې حکومتولۍ ګډون مجتمع د سپارښتونو پر بنست، د کابو ۶۰ ادارو د اطلاع رسونې د مرجع د پیاوړتیا په موخه یو لړ فعالیتونه پلان کړل، چي د يادو فعالیتونو په لړۍ کې د چنګاښ په ۳۰مه نیټه د څلورو تر پام وړ لاندې ادارو د مرجع مسئوولینو ته د تجربو او زده کړې تر لاسه کولو په موخه د کړنۍ وزارت له بیلابیلو برخه څخه د لیدنې زمینه برابره کړه.
په دغه لیدنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د کاڼونو او پطرولیم وزارت او اداري اصلاحاتو کمیسیون د اطلاع رسونې د مرجع مسئوولینو ګډون درلود، چې د کرنې وزارت د اطلاع رسونې د مسئوولې مرجع او هلته شته امکاناتو، د اسنادو ډیجیتلي او فزیکي آرشیف او د اطلاعاتو د مدیریت له سیسټم څخه لیدنه وکړه.

Aic Agriculture
د یاد وزارت د اطلاع رسونې مرجع چې د اړتیا وړ تخینکي وسایلو باندې سمباله وه، کولای شي د ایمیل او مرجع ته د متقاضیانو په فزیکي مراجعې سره، د دوی د اړتیا وړ اطلاعات، د ډیجیتلي آرشیف او د اطلاعاتو د مدیریت سیستم په مټ، ډیر ژر برابر او د متقاضیانو په اختیار کې ورکړي.
ډیجیتلی آرشیف په سافټ او هارډ ډول د کرنې وزارت اړوند اطلاعات په منظمه توګه آرشیف او ساتي، چې د اړتیا په وخت کې په ډیرې چټکتیا او اسانۍ سره د لاسرسي وړ دي، همدا راز د اطلاعاتو د مدیریت سیسټم چې ۱۴ برخه لري د کرنې وزارت فعالیتونو او د پروژو اړوند اطلاعات په آنلاین بڼه خپروي او د انټرنټ له لارې د لاسرسي وړ دي.
په پروګرام کې د نورو ادارو د اطلاع رسونې مسئوولینو د هغو اسانتیاوو چې په کرنې وزارت کې برابرې شوې، په لیدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې دوی به هم په خپلو ادارو کې د وړته اسانتیاوو او سیسټمونو د جوړولو نظریه له خپلو چارواکو سره شریکه کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS