د اطلاع رسوني او شفافيت په موخه د کرکټ بورډ له رئيس سره کتنه

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 25 2019 11:57 AM
Aic meeting cricket

نن مو د کرکټ بورډ له رئيس ښاغلي عزيزالله فضلي سره د کرکټ بورډ له خوا د اطلاع رسوني د مسئول د ټاکلو او ولس ته د حساب ورکولو په موخه وکتل. موږ وويل هره اداره اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون له مخي مکلفه ده چي خپل فعاليتونه له ولس سره شريک کړي او د شفافيت لپاره کار وکړي.
ښاغلي فضلي ژمنه وکړه چي د اطلاع رسوني مسئول به راوپېژني او د خپلي ادارې او کرکټ په باب به ټول معلومات د هغه له لاري خپروي خو د ملي لوبډلي لپاره د لوبغاړو غوراوی، د حکومت او ICC له خوا د تخصيص شوې بودجې مصرف او له نورو هيوادونو سره مخکي له مخکي د سياليو په باب د معلومات وړاندي کول چي د دواړو هيوادو اړيکي خرابوي، محرم ياد کړل.
د ناستي په پای کي پرېکړه وشوه چي يوازي د دغو دريو مواردو د محرميت او غيرمحرميت د اثبات په باب به د کرکټ بورډ حقوقي مسئولين له کميسيون سره خپل دلايل شريکوي او پرېکړه به کميسيون کوي چي دا موارد محرم دي، کنه.
اوس تاسو کولای شئ چي په ډاډه زړه له کرکټ بورډ څخه هر ډول معلومات ترلاسه کړئ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS