اطلاعاتو ته دلاسرسي کمیسیون او د اړیکو دفتر(TLO) تر منځ هوکړه لیک

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 24 2019 3:45 PM
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د خپلو ستراتیژیکو موخو د پلي کولو په لړ کې د ۱۳۹۷ کال لیندۍ میاشت په ۱۴ مه ڼیټه د اړیکو دفتر سره د همکارۍ یو هوکړه لیک، لاسلیک کړ.
نوموړی هوکړه لیک د کمیسیون په استازیتوب د حمدالله ارباب د کمیسیون غړی او عبدالرحیم عطایی د اړیکو دفتر د مرستیال لخوا لاسلیک شو چې پر اساس یې دواړه خواوې مؤافقه لري تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه دولتی کارکوونکو، مدني فعالانو او قومي مشرانو ته د پوهاوي پروګرامونه دایر کړي او له دې لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د دولت، مدني ټولنې او قومي مشرانو تر منځ همغږي پیاوړې شي.
دغه هوکړه لیک چې شپږ میاشتې به دوام وکړي، پر بنسټ یې د خوست، پکتیا، کنړ او ننګرهار ولایتونه کې د دولتي کارکوونکو، مدني ټولنې او قومي مشرانو تر منځ د همغږۍ ناستې تر سره کیږي او ټاکل شويده چې دوی ته د پوهاوي پروګرامونه هم دایر شي.
د يادولو وړ ده چې د اړیکو دفتر له ۲۰۰۳ کال راهیسې په افغانستان کې د سولې ښې حکومتولی، بیا رغونې، د سیمه ییز حاکمیت پراختیا او امنیت ټینګښت په برخه کې فعالیت لري.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS