د کابل او ولایتي خبریالانو ته د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 24 2019 4:32 PM
د کابل او ولایتي خبریالانو ته د پوهاوي پروګرام

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د انترنیوز په همکارۍ د کابل او ځینو ولایاتو خبریالانو او رسنیزو فعالینو ته د وري په ۱۱مه د پوهاوي پروګرام دایر کړ.
په دغه پروګرام کې آغلې نجیبې مرام د کمیسیون سرپرستې او مرستیالې او آغلې زهرا موسوي د کمیسیون غړې، پخپل وار سره اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند مهم مسایل له خبریالانو سره شریک کړل او دوی یې وهڅول چې پخپلو ورځنیو فعالیتونو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ له اداراتو څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړي، دوی همدا راز ټینګار وکړ:

کچیري ادارې د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې ناغیړي کوي او یا هم اطلاعات پخپل وخت له خبریالانو سره نه شریکوي، نو دوی کولای شي خپل شکایتونه په کمیسیون کې ثبت کړي، تر څو د قانون مطابق د دوی غوښتنې ته رسیدنه وشي.
د پروګرام په دوهمه برخه کې ولی الله مصباح د کمیسیون تخنیکي مشاور د پرزنټیشن له لارې ګډونوالو ته د قانون په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د دوی پوښتنې یې د قانون د حکمونو پر بنسټ ځواب کړې.
د یادولو وړ ده چې اطلاعاتو ته لاسرسي کمیسیون د شته امکاناتو پر بنسټ د ټولنې له بیلابیلو ښکیلو غاړو سره د مختلفو پروګرامونو له لارې د قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه دایروي تر څو له یاد قانون څخه د خلکو د پوهاوي کچه جګه شي او دوی وشي کړای د اطلاعاتو د غوښتنې له لارې د فساد سره روانه مبارزه لا ګړندۍ او پراخه کړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS