اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا ریاست لپاره د ازموینې اخیستل

Anonymous (not verified)
Thu, Feb 20 2020 9:40 AM
aic

۱۳۹۸، د سلواغې ۲۸، چهارشنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کې د دارالانشا ریاست لپاره ازموینه واخیستل شوه. دا ازموینه د کمېسیون رییس، د کمېسیون غړو او د روڼتیا څار ادارې استازي په شتون کې واخیستل شوه. د یادولو وړ ده چې کمېسیون له دوه ادارو، د افغانستان له روڼتیا څار ادارې او د افغانستان ژورنالېستانو فدراسیون څخه د ازموینې څار لپاره غوښتنه کړې وه چې د روڼیتا څار ادارې په استازولۍ ښاغلی عرفان ارزاز راغلی وه او د افغانستان ژورنالیستانو فدراسیون په استازولۍ ښاغلی پویا غوره شوی وه، چې په دې پروسه کې یې شتون نه درلود.

aic

د ټولو نوماندانو له ډلې ۱۲ کسان د دې ازموینې لپاره واجد د شرایطو ګڼل شوي وه. له دې ډلې یو کس د يولړ دلیلونو له امله په ازموینه کې ګډون ونکړ او یو بل یې له وړاندې په ازموینه کې له ګډون کولو ډډه کړې وه. په پایله کې ۱۰ تنو ازموینه کې برخه واخیسته او د دوی له ډلې ۳ کسان د کمېسیون لخوا بریالي وګڼل

aicشوه. کمېسیون ۳ کسان د عنواني منظورۍ لپاره د ولسمشرۍ عالي مقام ته وړاندیز کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حکم په اساس، د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتماب محمد اشرف غني له دې ۳ کسانو يو یې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا ریاست په ټوګه منظوروي.

د یادولو وړ ده چې د لا روڼتیا لپاره، د ازموینې دا تحریري او مصاحبوي پروسه په یوه کاري ورځ کې تر سره شوه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS