د ولایتي ویاندویانو د بستونو د لغوه کېدو په تړاو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۶:۱
aic

د افغانستان اساسي قانون ۵۰مې او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ۵مې مادې پر بنسټ ټول هېوادوال حق لري چې په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او همدارنګه ټول دولتي بنسټونه مکلف دي چې اطلاعات له وړاندې خپاره او د غوښتونکو د غوښتنې پر اساس د وګړو په واک کې ورکړي. په یوه ولسواکه ټولنه کې د اطلاع رسونې اغېز؛ د وګړو عمومي ګډون او په حکومتوالۍ کې روڼتیا او د ځواب ویلو کچه زیاتوالي ته زمینه برابروي. دا کړنه یواځې د حکومت په جوړښت کې په ملي او سیمه ییزه کچه د سازماني جوړښت له لارې د ارتباطي کانالونو رامنځته کولو او پیاوړتیا په صورت کې ترسره کېږي.

د کابل او ولایتونو په کچه د اداري واحدونو په جوړښت کې د ویاندویانو شتون، په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو د هېوادوالو او رسنیو لاسرسي په برخه کې د قوت لامل کېږي، همداشان د حکومت او وګړو ترمنځ د باور پیاوړتیا سبب دي. د دې ترڅنګ د والیانو لخوا د اطلاع رسونې او له خبریالانو سره مرکې کول د ښې حکومتوالۍ په برخه کې یوه حیاتي سکالو توجیه کېدای شي ده. په دې وروستیو کې د افغانستان جلالتمآب ولسمشر د۱۱\۹\۱۳۹۹نېټې او ۳۷۶۲ګڼې هدایت له مخې داسې ویلي دي:«هر والي د اطلاع رسونې مسوول دی او له دې وروسته والیان د ویاندویانو درلودلو حق نه لري.»

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، وړاندیز کوي چې د اطلاع رسونې په برخه کې د منظم جوړښت رامنځته کېدو په پار د : ملي امنیت شورا، د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه او ستراتېژیکو اړیکو عمومي اداري ریاست، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې، اطلاعات او فرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، مدني ټولنو او د رسنیزو بنسټونو مسوولینو په شتونکې کمېټه جوړه کړي. ترڅو وکړای شي د دې سکالو مختلفې برخې وڅېړي او د حل لپاره یې ځانګړې لارې پیدا او د اطلاع رسونې دود پیاوړتیا او د حکومت له اړخه د اطلاع رسونې دود پیاوړی او د بیان ازادۍ ملاتړ په ټولنه کې طرحه شي

د افغانستان دولت له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضع کول د بیان ازادۍ د سانتې او په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامول تضمین کوي. اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د احکامو په رڼا کې د کابل او ولایتونو په کچه ټولې دولتي ادارې مکلفي دي چې د یو واحد سازمان په چوکاټ کې د مسلکي کسانو په ګمارلو د اطلاع رسونې مرجع مسوولین رامنځته کړي ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د احکامو په رڼا کې اطلاعات له وړاندې او د غوښتونکي د غوښتنې پر بنسټ د هېوادوالو په واک کې ورکړي. اطلاعاتو ته د لاسرسي په اړه رواج شوی اند دا دی چې ټول حقیقي او حکمي اشخاص د اکاډمیکو، حقیقي، او څېړنیزو بنسټونو، رسنیو، مدني بنسټونو، د بشر حقوقونو فعالانو، خبریالانو، محصیلینو او د هېواد عام وګړو په ګډون په دولتي ادارو کې ټولو شته اطلاعاتو د پرمختیایي پروژو په ګډون ټولو اطلاعاتو ته لاسرسی ولري ترڅو د قانون په رڼا کې د بیا تولید په اړه اقدام وکړي.