د سولې پروسې په تړاو له رسنیو او خلکو سره له وړاندې د اطلاعاتو شریکول

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۴:۵۲
aic

د اساسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون احکامو پر بنسټ، دولت حقیقي او حکمي وګړو ته له وړاندې د اطلاعاتو په وړاندې کولو مکلف دی، له وړاندې د اطلاعات خپرول او یا د غوښتنې پر بنسټ د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې هېڅ ډول تبعیض د منلو وړ نه دی.

د افغانستان ملت په دې وروستیو کې د دولت د مشرتابه په کچه او آن په ملي کچه د سولې په د ټینګښت په برخه کې د پرلپسې پروګرامونو شاهد وو، چې د سولې بین الافغاني مذاکراتو په پیل سره، د دموکراتیکو ارزښتونو او د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې هیله یې پیاوړې کړېدي.

یادو خبرو ته په پام سره، اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو اساسي بشري حق په ملي او نړیوالو معتبرو اسنادو کې تسجیل شوی دی، ښایي چې ټول وګړي د رسنیو د چلوونکو په ګډون، په برابره توګه پرته له هیڅ ډول تبعیض څخه د اړتیا وړ اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

د کمیسیون موندنې د دې څرګندونه کوي چې په دې وروستیو کې د سولې په هوکړه لیک کې د شاملو بندیانو د خلاصون اړوند اطلاعات د دولت له لوري په سلیقوي توګه د ځینو رسنیو سره شریک شوي او ځینې رسنۍ له یادو اطلاعاتو محرومې پاتې دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د قانون د حکمونو په ړنا کې، په دې آند دی چې د دولتي ادارو ټولې کړنې، د سولې هوکړې اړوند جزئیات که په راتلونکې کې تر سره شي، د خلاصو شوو زندانیانو اړوند اطلاعات، د بین الافغاني مذاکراتو اجندا او اړوند اطلاعات د رسنیو د استازو، مدني بنسټونو استازو او د وګړو د استازو په شتون کې په ښکاره ډول له خلکو سره شریک کړای شي، تر څو د سولې په پروسه کې د روڼتیا څخه بشپړ ډاډ تر لاسه او له بلې خوا د یادې پروسې اعتبار د خلکو پر وړاندې پیاوړی شي او بل داچې له دې لارې وګړي د دوی د برخلیک اړوند مسایلو او پریکړو کې ښکېل شي.

په هغه صورت کې چې اطلاعات پر خپل وخت له خلکو، رسنیو او مدني استازو سره شریک نه شي د پروسې اعتبار ته به زیان ورسیږي او خپل اعتبار به د خلکو په وړاندې له لاسه ورکړي.

شماره های تماس: 0786207980 – 0799843077 – 0797972972