مطبوعاتي اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۱ - ۷:۲۶
کمیسیون اعلامیه

د افغانستان دښمنانو د خپلو جنایتي کړنو په لړ کې د خورشید تلویزیون د کارکوونکو موټر په نښه کړ چې د دې پېښې په پایله کې دوه خبریالان مړه او څو نور ټپیان شول. پر خبریالانو او د رسنیو په ټولنه برید، د بیان پر ازادۍ برید او یو بشري جنایت دی. خبریالان؛ د یوې ځانګړې سیاسي ډلې او یا د حکومت مامورین نه دي. بلکه هغوی د  افغانستان ټولو وګړو پورې اړوند دي چې زموږ د ټولنې روښانتیا لپاره یې زیات کوښښونه او سرښندنې کړي دي چې د افغانستان وګړي د بیان د ازادۍ دود او  پیاوړتیا په برخه کې د دوی د نه ستړې کېدونکو هڅو پوروړي دي.    

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دودولو او بنسټیزوکولو په برخه کې د یو ارګان په توګه فعالیت کوي، د دې بشري جنایت غندنې ترڅنګ له اړوندو ادارو غواړي چې په دې برخه کې څېړنې وکړي او د دې تروریستي پېښې عاملان په محاکمه کولو کې ټول کوښښونه تر سره کړي. سربېره پر دې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په افغانستان کې د جنګ له اړخونو غواړي چې پر ملکي وګړو او په ځانګړي توګه پر خبریالانو بریدونه و نه کړي. په پای کې د دوه خبریالانو د شهادت تسلیت د دوی کورنیو، د خورشید تلویزیون مشرتابه او د افغانستان ټولو وګړو ته وړاندې کوو، ټپیانو ته د خدای (ج) له دربار څخه د عاجلې روغتیا غوښتنه کوو.

د بیان ازادۍ د لا بنسټیز کېدو په هیله !