سترې محکمې او بهرنیو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت ښووالي په اړه د کمېسیون اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱۰
اعلامیه

کابل، افغانستان:ـ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د افغانستان په دولت کې یوه نوې پدیده ده، د دې حق او قانون پلي کول له ښېګڼو او خنډونو سره مل دي. د اطلاعاتو نه ډلبندي، د اطلاعات ساتل، له ادارو څخه د سیاسي مشرتابه نه ملاتړ، په ملي او نړیواله کچه د اطلاع رسونې او اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي په برخه کې مهمې ستونزې بلل کېږي.

له بلې‌ خوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق؛ په ملي او نړیوالو سندونو کې د هېوادوالو، بشري او وګړیزو حقونو له بنسټیزو حقونو څخه ګڼل کېږي. او ټول دولتي بنسټونه یې؛ د روڼتیا د پیاوړتیا په موخه، د وګړو د غوښتنو او ارادې پر وړاندې ځواب ویل، په پرېکړو کې د هېوادوالو د ګډون کچې لوړتیا، د دولت د پروګرامونو پلي کول، فساد سره د جدي مبارزې په پار له وړاندې او د غوښتونکو د غوښتنې پر بنسټ له خلکو سره د اطلاعاتو شریکولو باندې مکلف کړي دي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره کلیات ځانګړي کړي، نو په همدې اساس دولتي ادارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د محرمو او غیرې محرم اطلاعاتو د ډلبندۍ کړنلاره جوړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي لړۍ هېوادوالو ته آسانه کړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سترې محکمې، د کمېسیون او مدني بنسټونو په مشورې او همکارۍ؛ د اطلاعاتو د ډلبندۍ کړنلارې جوړولو باندې کار پیل کړی، ترڅو د دې کړنلارې په اساس محرم او غیرې محرم سره بېل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هېوادوالو ته آسانتیا راولي. د سترې محکمې دا کړنه په اصل کې، په جمهوري نظامونو کې د وګړو اساسي حق؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین باندې د باور ښکارندوي کوي او په قضایه قوه کې د اطلاعاتو آزادي مخ په ښوالي ده.

د هېواد ډیپلماسي حساسیتي کړنو ته په کتو، بهرنیو چارو وزارت کې د هېوادوالو اطلاعاتو ته لاسرسی له ستونزو او خنډونو سره مخ وه. بهرنیو چارو وزارت کې د حکمي او حقیقي وګړو غوښتونو ته د نامعلومو دلیلونو له امله غوښتل شویو اطلاعات نه ورکول کېدل. د کمېسیون د مشرتابه د هڅو، د بهرنیو چارو وزارت په مشرتابه کې د بدلونه په پایله کې په بهرنیو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت نسبتا ښه شوی او همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت لخوا د غوښتنونکو ځینو شکایتونو مثبه ته رسېدنه شوې.

د پورته بنسټونو اقدامات، د بشر حقونو د ارزښتونو پلي کېدو په برخه کې بنسټيز شرط، د جمهوریت نظام د بنسټونو ټینګښت لامل دي او کمېسیون یو ځل بیا د سترې محکمې او بهرنیو چارو وزارت له مشرتابه، د اطلاع رسونې په برخه کې د آسانتیا برابرولو مننه کوي او په راتلوونکي کې هم د همدا ډول چارو د استمرار غوښتنه کوي؛ ترڅو د همکارۍ او آزادو اطلاعاتو جریان چې د جمهوریت اصلي ځانګړنه ده په ښه ډول تمثیل کړي.