د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې سرچینو د لګښت په اړه د روڼتیا تامینولو اړتیا

ناپیژنده (not verified)
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۲ - ۱۸:۲۶
logo

د کرونا ویروس خپراوي سره سم او د دې ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د ملي سرچینو ځانګړي کول او د نړیوالو مرستو د لګښت او روڼتیا په اړه اندېښنې رامنځته شوي چې رڼې او  هر اړخیزې اطلاع رسونې ته اړتیا لري.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون اوسنیو  شرایطو ته په کتو اطلاعاتو ته  د لاسرسي قانون له پلي کېدو څخه په لا زیاتې څارنې باندې ټینګار کوي او په هېواد کې د کرونا ویرس کابو کولو لپاره له ښکېلو ادارو ( عامې روغتیا وزارت، د کرونا ویروس څخه د وقایه په  اړه د  عامه اړیکو  کمېټه، والیان، ښاروالۍ ...) څخه د عامه پوهاوي، اداري کړنو او تدارکاتي پروسو په برخه کې روڼتیا غوښتنه کوي.  

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ، دولتي اداري وګړو ته د خپلو  کړنو او کارونو په اړه حساب ورکولو باندې مکلفې دي. اړتیا ده چې د خپلو رسمي پاڼو څخه خپل اطلاعات خپاره کړيا او د رسنیو او وګړو اطلاعات غوښتلو ته قناعت کوونکي ځوابونه ورکړي

 مرکز او ولایتونو کې اړوندې ادارې اړې دي چې نظر په ځینو ولایتونو کې ګرځ بندیز ته په کتو خپل ټول تدارکاتي او اداري سندونه د رسمي وېب پاڼو  له لارې په خپل وخت خپاره کړي او همدارنګه وګړیز څاراو اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی په بدیلولارو باندې غور وکړي.

د کرونا ویروس پر وړاندې وقایې په اړه د عامه پوهاوي کمېټې لخوا د لګښتونو راپور چې وړاندې له رسنیو سره شریک شوی، د دې کمېټې کړنو په اړه وګړو ته د اطلاع رسونې ښه بیلګه ده همدارنګه ټولو ښکېلو ادارو ته توصیه کېږي چې اړین حمایوي سندونه چې د ټولو کړنو، قراردادونو او د تدارکاتو طی مراحل ټول جزیات پکې شامل دي خپاره او له رسنیو او وګړو سره شریک کړي.