د سپټمبر ۲۸مه د ملکرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیواله ورخ په توګه وپیژندل شوه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۰:۵۲
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړیواله ورځ در ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۷مه د ملګرو ملتونو د روزنیز، علمي او فرهنګي بنسټ یونسکو په ۳۸مه عمومي ناسته کې د ۵۷مې قطعنامې له مخې منظور شوه، او ډیری غړو هیوادونو په دې اړه موافق نظر درلود، وروسته بیا دا موضوع د یونسکو لخوا د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د تصویب لپاره وړاندې شوه.
له نیکه مرغه د
۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۳۰مه د ملګرو ملتونو په ۷۴ومه عمومي ناسته کې د اجنډا د ۱۴ بند له مخې د سپټمبر ۲۸ اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیوالې ورځ لپاره په توګه تصویب شوه، د ملګرو ملتونو دغه اقدام په حقیقت کې د بیان آزادۍ پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق تأمینولو په برخه کې د غړو هیوادونو د ژمنتیا څرګندونه کوي.
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمیسیون د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ دغه اقدام د ښې حکومتولۍ، روڼتیا، فساد سره د مبارزې او پیاوړې ټولنې رامنځته کولو په برخه یو ښه اقدام ګني او ستاینه یې کوي، افغانستان له ۱۹۴۵ د ملګرو ملتونو سازمان غړیتوب تر لاسه کړی او زیات شمیر نړیوالې قطعنامې، کنوانسیونونه او ژمنې یې پلې کړې دي، په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسۍ کمیسیون له افغان حکومته غواړي د ملګرو ملتونو له وروستۍ قطعنامې څخه چې د سپټمبر ۲۹مې (اطلاعاتو ته د لاسرسۍ نړیوالې ورځ) په اړه یې صادره کړې، ملاتړ وکړي.