د رسنیو اعتراض په غبرګون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون درېځ

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۹ - ۱۴:۴۰
aic

د ۱۳۹۸کال، د سلواغې ۱۵، سه شنبه

د رسنیو د اعلامیې د متن پر اساس چې اطلاعاتو د لاسرسي په برخه کې یې د شدید محدودیت په اړه کړې او افغانستان یې د شاتګ په حال کې بللی دی، په داسې حال کې چې د کمېسیون شمیرې ښيی چې اطلاعاتو ته لاسرسی د پرمختګ په حال کې دی. په ۱۳۹۸ کال کې دولتي ادارونه د ۳۵۰ د اطلاعاتو غوښتنې شوي پداسې حال کې چې په تیرو څو کلونو کې د غوښتنو ټوله شمیره ۱۷۰ وه.

 همدارنګه په روان کال کې ۴۰ شکایتونو ته رسیدنه شوې په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۵ شکایتونه د اطلاعات غوښتونکو لخوا ثبت شوي دي. د کمیسیون شمیره د اطلاعاتو د غوښتلو او د اداراتو د ځواب ویلو په برخه کې دوه برابره ډیر والی ښیي او د شکایاتو د څېړلو په برخه کې د اداراتو همکاري د پام وړ ده. دا ښکاره ده چې د پام وړ اطلاعاتو په برخه کې د قانون د تعریف د کمیسیون له د حقوقي اړخه د څیړلو وړ ده.

له ۱۲ ادارو څخه د رسنیو شکایت چې د اطلاعاتو د نه ورکولو په برخه کې د مصاحبې له لارې یې غوښتنه شوې وه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د تعریف او میکانیزمونه له مخې د تصمیم نیونې او ارزونې وړ ندی او په دې اړه کوم مشخص شکایت هم کمیسیون ته ندی را رسیدلی.

د اطلاعاتو دوران یو مهم اصل دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د اطلاعاتو په دوران کې هر ډول خنډ د نه منلو وړ بولي. په دولتي ادارو کې د اطلاعاتو د وړاندي کولو په دغه مکلفیت باندې ټینګار کوي. د رسنیو په لیک کې یادو شویو ادارو ته، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د اطلاع رسونې په برخه کې د لا ډیرې ژمنتیا پیغام لري او اطلاعاتو ته د لاسرسي په هر اړخیز ملاتړ ټینګار کوي.

کمیسیون د یوې خپلواکې ادارې په توګه د اطلاع رسونې پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې، د ژمنتیا په لرلو سره د ادارو مسوولینو، مدني ټولنو، اکاډمیکو بنسټونو، ولسي بنسټونو او ډول ډول غونډو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو له لارې کوښښ کوي چې د اطلاع رسونې دود پیاوړی او رواج کړي او د ادارو لخوا اطلاعات غوښتونکو ته له اطلاعاتو څخه د محرومیت او اطلاعاتو نه ورکولو له دود سره په کلکه مخالف دی.

کمیسیون تر اوسه د اطلاعاتو د نه ورکړې شکایتونو ته د رسېدنې په اړه هېڅ بېغوري نده کړې او په پوره لېوالتیا سره یې د متقاضیانو شکایتونو ته د رسېدنې، چې له ښاریانو، رسنیزو او څیړنیزو بنسټونو څخه عبارت دي هر اړخیزه هڅه کړې ده. کمیسیون د اطلاعاتو په دوران باور لري او له ټولو حقیقي او حکمي متقاضیانو څخه غواړي ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې له ادارو څخه اطلاعات وغواړي او د هغوی لخوا د اطلاعاتو نه ورکولو په صورت کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ته شکایت وکړي. کمېسیون په دې برخه کې د ژمنتیا په لرلو سره شکایتونو ته په عادلانه او منصفانه ډول رسیدګی کوي.

د یادولو وړ ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونه په ټولو ادارو کې په متواتر ډول دایروي.

د ۶۰ په شاوخوا کې دولتې ادارې د اطلاع رسونې مسوولین د ځانګړې لایحې پر بنسټ ګمارلي دي، په ادارو کې له وړاندي خپاره شویو اطلاعاتو یو ځل څارنه شوې او بیاځلي څارنه یې همدا اوس روانه ده. ټول هېواد کې د اطلاعاتو غوښتنې او شکایت ثبتولو آنلاین سیستم جوړ او ډیر ژر به پرانیستل شي