اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Wed, Aug 11 2021 11:15 AM
aic

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي کچې لوړتیا او په اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د اطلاع رسونې آسانتیا په موخه ترسره شو.

په پیل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د عامه اړیکو او اطلاعاتو ته د لاسرسي آمر ښاغلي کفایت الله عبادي، د سکالو په اړه خبرې وکړې ویې ویل: اطلاعاتو ته لاسرسی یو بشري حق او د ډیموکراتیکو نظامونو له مؤلفو څخه دی. نوموړي اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ښوالي باندې ټینګار وکړ او غوښتونکو ته پر وخت اطلاعات ورکړې څخه یې ډاډ ورکړ.

په پای کې ښاغلي ایشاني، د یو پرېزېنټېشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت او مبنا، د کمېسیون کړنو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مبنا، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعاتو خپرولو او د اطلاع رسونې مرجع جوړولو په هکله د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مرجع دندو، په ښه نیت او فساد پر وړانډې مبارزې په موخه د اطلاعاتو افشا کوونکي ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هکله ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

همدارنګه ښاغلي محمد حسن پویا، د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS