اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

Anonymous (not verified)
Tue, Aug 10 2021 2:49 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په پار ترسره شو. دا کنفرانس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، تخنیکي سلاکار او د عامه پوهاوي سرپرست آمر ښاغلي ولي الله مصباح، د ژورنالیزم پوهنځي رییس ښاغلي خواني، د باختر پوهنتون استاد حنیف فرزان او د باختر پوهنتون محصلینو په شتون کې ترسره شو.

آغلې نجیبې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت، د کمېسیون لاسته راوړنو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ادارو په مکلفیتونو خبرې وکړې. نوموړې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت ته په نغوته وویل: « د افغانستان اساسي قانون پر بنسټ اطلاعاتو ته لاسرسی د افغانستان د وګړو له اساسي او بنسټیزو حقونو څخه دی؛ چې فساد سره مبارزې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې ډېر اغېزمن دی».

آغلې مرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو په اړه د خبرو سربېره، د محرمو او غیرې محرمو اطلاعاتو پرتلنې په پار د اطلاعاتو ډلبندۍ باندې ټینګار وکړ.

د کمېسیون مرستیالې، یادونه وکړه چې هېوادوال کولای شي په هر اړخیز ډول له ادارو اطلاعات وغواړي او هېڅ ډول محدودیت د دوی پر وړاندې نشته. ادارې د محرمو او غیرې محرم اطلاعاتو په پرتلنې مکلفې دي چې اطلاعات د هېوادوالو په واک کې ورکړي.

محترم خوانی همت، با قدرد دانی از فعالیت های کمیسیون، گفت: "مردم مالک اصلی اطلاعات و ادارات امانت دار اطلاعات اند". از این‌رو مردم حق دارند به اطلاعات دسترسی کامل داشته باشند. وی با اشاره بر آزادی بیان گفت؛ دسترسی به اطلاعات از اصول اساسی آزادی بیان بوده و بدون آن تأمین آزادی بیان ناممکن به نظر می رسد.

ښاغلي خواني همت، د کمېسیون د کړنو ستاینې سربېره وویل: « د اطلاعاتو اصلي څښتنان وګړي او ادارې یې امانت دارې دي». نو پر همدې بنسټ هېوادوال حق لري چې اطلاعاتو ته بشپړ لاسرسی ولري. هغه د بیان آزادۍ ته په اشارې وویل؛ اطلاعاتو ته لاسرسی د بیان آزادۍ له اساسي اصولو څخه دی چې پرته له دې د بیان آزادۍ تامین ناشونی دی.

ورپسې ښاغلي حنیف فرزان، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې د تحصیلي بنسټونو رول باندې خبرې وکړې او ویې ویل: « څرنګه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د هېوادوالو له اساسي حقونو ګڼل کېږي نو اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله د دولتي مسوولینو او هېودوالو پوهاوی، د فساد پر وړاندې مبارزې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې مهم امر دی». ښاغلي فرزان، په پوهنتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پوهاوی د اوسنۍ ټولنې مهمه اړتیا وبلله.

ورپسې تخنیکي سلاکار او د عامه پوهاوي سرپرست آمر ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت او مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مبنا، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعاتو خپرولو او د اطلاع رسونې مرجع جوړولو په هکله د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مرجع دندو، په ښه نیت او فساد پر وړانډې مبارزېپه موخه د اطلاعاتو افشا کوونکي ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل. په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS