پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت کې د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Aug 02 2021 11:33 AM
aic

د دولتي ادارو کارکوونکو او مسوولینو ته د پوهاوي پروګرامونو په لړۍ کې، د دویم ځل لپاره پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو او مسوولسنو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق په هکله پوهاوي پروګرام ترسره شو.

یاد پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، مالي او اداري عمومي رییس بشیر احمد فیضي، د دې وزارت ځینو رییسانو او کارکوونکو په شتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله ترسره شو.

aic

په پیل کې ښاغلي فیضي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړې او کارکوونکو ته د ښه راغلاست سربېره؛ وویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین د ټولو مسوولیت دی چې د دولت په چارو کې پېښو ته د رسېدنې وزارت مشرتابه په یاد وزارت کې دې حق تامین لپاره ژمن دی. نوموړي د هېواد په دې حالاتو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره کول مهم او ارزښتناک وبلل او ټینګار یې وکړ، ټول هغه امتیازونه چې ملي او نړیوالو سندونو موږ ته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې راکړي، باید له هغو څخه د مثبتو موخو تامین په برخه کې ګټه واخلو.

ورپسې آغلې زهرا موسوي، د خپلو خبرو په یوه برخه کې د پروګرام ګډونوالو ته وویل: اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه دی چې د افغانستان اساسي قانون او نړیوال قوانین یې ملاتړي دي. نوموړې فساد پر وړاندې مبارزه، د روڼتیا تامین او د ادارو ځواب ویل یې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق له ګټو څخه وبللې. آغلې موسوي زیاته کړه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ګټو ته په کتو دا بحث په یو ملي او نړیوال بحث باندې بدل شوی دی.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون تخنیکي سلاکار او د عامه پوهاوي سرپرست آمر ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت او مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مبنا، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعاتو خپرولو او د اطلاع رسونې مرجع جوړولو په هکله د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مرجع دندو، په ښه نیت او فساد پر وړانډې مبارزېپه موخه د اطلاعاتو افشا کوونکي ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS