اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د څارنې او ارزونې نوي آمر پېژندنه او د ياد آمريت مخکېني سرپرست ستاينه

Anonymous (not verified)
Sun, Aug 01 2021 11:25 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون، د يو محفل په لړ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي په شتون کې د آزادې سیالۍ او رڼې پروسې له لارې د ښاغلي خيبر حقيار بریا د پېژندنې مراسم ترسره شو؛ په دې محفل کې د نوي آمر پېژندنه او د یاد آمریت پخواني سرپرست ښاغلي محمد داود فیاض څخه د یوې درېیمې درجې ستاینلیک په وسیله ستاینه وشوه.

aic

په پیل کې ښاغلي بهادري، د ښاغلي محمد داود فیاض لخوا په نوموړي آمریت کې نوښتونه او د دولتي ادارو لخوا د وړاندې اطلاعات خپرولو، روڼتیا تامین او ځواب ویلو په پار د نوموړي کړنې وستایلې او نوي ګمارل شوي آمر ښاغلي حقیار ته یې، وګړو ته د اطلاع رسونې په ادارو کې روڼتیا، له وړاندې د اطلاعات خپرولو څارنې او اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت څرنګوالي ښوالي په برخه کې د بریا غوښتنه وکړه.

ورپسې آغلې موسوي، د څارنې او ارزونې آمریت، کمېسیون لپاره یو مهم او اغېزمن آمریت عنوان کړ او د دوه کلنو راپدېخوا یې د یاد آمریت کړنې د ځواب ویلو او اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت ښوالي په برخه کې له لاسته راوړنو ډکې وبللې.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS