اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام پرانېستې پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Jul 05 2021 2:57 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د جي آی زیډ په مالي او د mgtwellکمپنۍ په تخنیکي همکارۍ، د کمېسیون عملیاتي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو پروګرامونه طرحه کړي چې نن د یو محفل په لړ کې د کمېسیون او د یادې کمپنۍ مشرتابه او کارکوونکو په شتون کې د دې پروګرام دوه څانګې پیل شوې.

په دې هکله چې کوم محفل جوړ شوی وه، لومړی اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د giz موسسې له همکاریو او د دولتي ادارو کارکوونکو ظرفیت لوړتیا په برخه کې د mgtwell شرکت کړنو څخه د مننې ترڅنګ وویل:« د یو سازمان لپاره د وګړو ظرفیت جوړونه د اداري اصولو مهم اصل دی». ښاغلي بهادري دا پروګرام د کمېسیون کارکوونکو ته د مسلکي کېدو او بنسټ جوړونې په برخه کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه؛ کله چې مسوولیت مننه، د ژمنتوب احساس، وګړو ته د ښه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ملي ګټو په پام کې نیول؛ د دولتي مسوولینو او کارکوونکو رفتاري اصولو په توګه په پام کې ونیول شي، د ملي روحیې د پیاوړتیا او د ټولنې د پایښت لامل کېږي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، د کمېسیون د کارکوونکو ظرفیت جوړونه باندې ټینګار وکړ او وګړو ته د دوی له ظرفیتونو سمه او اغېزمنه ګټه اخیستنه یې مهمه وبلله.

ورپسې د mgtwell شرکت حقوقي سلاکار ښاغلي هېواد یار، د دولتي ادارو د چارو پر مخ وړلو په برخه کې د کارکوونکو ظرفیت لوړولو اهمیت په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د کمېسیون د کارکوونکو ظرفیت جوړونه کې به هېڅ ډول هڅې و نه سپموي.

د یادولو وړ ده چې دا پروګرامونه په پنځو مختلفو برخو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کارکوونکو ته ترسره کېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS