اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پراختیا او پرمختګ په اړه خبریالانو سره مشورتي ناسته

Anonymous (not verified)
Sun, Jul 04 2021 2:34 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون شکایتونو ته درسېدنې او د عامه پوهاوي آمریتونو، د خپلو مشورتي غونډو په لړۍ کې خبریالانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پراختیا او پرمختګ په هکله بحث، د آندونو تبادله او خبر اترې وکړې.

په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ښاغلي عین الدین بهادري، شکایتونو ته د رسېدنې آمریت آمر ښاغلي رحمت الله پیروزي، تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح او د مختلفو رسنیو خبریالانو ګډون درلود.

په پیل کې ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پرمختګ په برخه کې د خبریالانو او د پن خاوندانو همکارۍاو وړاندیزونو اهمیت باندې خبرې وکړې.

ښاغلي بهادري، د اطلاع رسونې په برخه کې د خبریالانو د هڅو او حوصلې د ستاینې ترڅنګ وویل:«څرنګه چې د بیان آزادي د ډیموکراسۍ مهم او اغېزمن اصل دی؛ نو اطلاعاتو ته لاسرسی، د بیان آزادۍ پیاوړتیا او تامين لپاره مهم بلل کېږي». نو پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي له هېوادوالو، خبریالانو او اړوندو اړخونو سره په سلا او مشورې په ښه او شونې ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره اطلاع رساني آسانه کړي.

ورپسې د کمېسیون د وېب پاڼې مسوول ښاغلي نجیب الله حقیار، ګډونوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم توضیح کړ.

په پای کې د خبریالانو اصلاحي آندونه او وړاندیزونه واورېدل شول او د یوې ځانګړې فورمې په اساس د هغوې آندونه او وړاندیزونه واخیستل شول.

د یادولو وړ ده چې دا درېیمه ناسته ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پرمختګ او سمونې لپاره داړوندو مدني بنسټونو او خبریالانو په شتون کې ترسره کېږي. د ګډونوالو د آندونو او وړاندیزونو تر تحلیل او ارزونې وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسې آنلاین سېستم کې لازم او اړین بدلونونه راوړل کېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS