اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پرمختګ او پراختیا په پار د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره مشورتي ناسته

Anonymous (not verified)
Thu, Jul 01 2021 1:39 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، شکایتونو ته د رسېدنې آمریت، د دوهم ځل لپاره د دولتي ادارو اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره مشورتي ناسته وکړه.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت په برخه کې د هېوادوالو، اطلاع رسونې مسوولینو، مدني بنسټونو او رسنیو د آندونو اهمیت په هکله خبرې وکړې.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو د کړنو او اجرااتو د هرکلي ترڅنګ؛ مدرن حکومتوالۍ لپاره، اطلاعات غوښتونکو ته په نړیوالو معیارونو سره له ټکنالوژۍ په ګټې اخیستنې اطلاع رسونه یوه اړینه کړنه وبلله. نوموړي د اطلاع رسونې او اړوندو ټولو وګړو د وړاندیزونو او آندونو په پایله کې اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم کې پرمختګ او پراختیا باندې ټینګار وکړ.

ورپسې د کمېسیون د وېبپاڼې مسوول ښاغلي نجیب الله حقیار، ګډونوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم توضیح کړ.

د غونډې په پای د کمېسیون شکایتونو ته د رسېدنې آمریت آمر ښاغلي رحمت الله پیروزي، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم پراختیا او پرمختګ په برخه کې د آندونو او وړاندیزونو غوښتنونکی شو چې د ادارو د اطلاع رسونې مسوولینو، خپل آندونه او وړاندیزونه په لیکني او شفاهي ډول ارایه کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS