اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېشنرانو (ICIC)نړیوال کنفرانس – برازیل ۲۰۲۱

Anonymous (not verified)
Thu, Jun 24 2021 12:49 PM
aic

د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او کمئشنرې آغلې زهرا موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېشنرانو (ICIC)نړیوال کنفرانس کې چې په یاد کنفرانس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند ټول کمېشنران او مسوولین شتون لري، ګډون وکړ.

یاد کنفرانس، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېشنرانو نړیوال کنفرانس تر عنوان لاندې په برازیل کې د دوه ورځو لپاره په آنلاین ‌ډول ترسره شو.

په دې کنفرانس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند ټولو کمېشنرانو، د کمېسیون او بنسټونو مسوولانو د لاندې موضوعاتو لکه؛ کلني راپور، پلان او نړیواله کچه د راتلوونکو ستراتېژیو او د نړۍ په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې پرمختګونو باندې خبرې اترې وکړې. سربېره پر دې؛ د (ICIC) بنسټ د اجرایي هیئت معرفي، د ځینو محدودیتونو له امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قوانیونو تعدی او د کرونا اغېزې مطرح شوي، همدارنګه په آسیا، آمریکا، لاتین، اروپا او آفریقا کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند تازه تحولاتو په هکله هم بحث او د اندونو تباله وشوه.

د یادولو وړ ده چې د (ICIC) بنسټ یو نړیوال بنسټ دی چې د دې نهاد غړي اطلاعاتو ته د لاسرسي ټولو اړوند بنسټونو پورې اړوند دي چې موقیعت یې په لندن کې دی.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS