د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ مبارک!

Anonymous (not verified)
Mon, May 03 2021 12:56 PM
aic

د مۍ درېیمه (۱۴۰۰ د غوایي ۱۳مه) د مطبوعاتو آزادۍ نړیوالې ورځې سره برابره ده. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او د دارالانشا ریاست کارکوونکي د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ، ټولو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته مبارک کوي. د مطبوعاتو او رسنیو آزاده فعالیت د اسلامي جمهوري نظامونو له اصولو څخه دی یا کولای شو ووایو؛ د مطبوعاتو او رسنیو له آزادو کړنو پرته ولسواکه او وګړمحوره ټولنه نه شي جوړېدلی. د مطبوعاتو او رسنیو آزادي پر دې ټینګار کوي چې په رسنیو کې ټول وګړي د آند څرکندولو، ویلو او لیکلو حق لري.

اطلاعاتو ته لاسرسی، د بیان، مطبوعاتو او رسنیو د آزادۍ سریزه ده. اطلاعاتو ته د هېوادوالو او رسنیو نه لاسرسی، په ټولنه کې د آزادو مطبوعاتو د مخنیوي لامل کېږي. اطلاعاتو ته لاسرسی او د مطبوعاتو آزادي د بیان آزادۍ د سکې دوه مخونه دي. رسنۍ، د دولت او وګړو ترمنځ د یو ارتباطي پل په توګه مهم او اغېزمن رول لوبوي چې دوی له آزاده کړنو پرته به په خپل مسوولیت کې ناکام وي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د رسنیو لاسرسی، د مطبوعاتو آزادي بولي او خپل همکاري له رسنیو سره اعلاموي.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ مبارک!