بدخشان او تخار ولایت کې قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي موسسې لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Apr 26 2021 8:30 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړې، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په پار شوې؛په همدې اساس یادې موسسې تخار او بدخشان ولایتونو کې د سیمه ییزو ادارو مسوولینو، مدني او ټولنیزو فعالانو ۷۰ تنو ګډونوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره کړ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دې آند دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامول او پیاوړتیا، د یوې پیاوړې او پرمختللې ټولنې همدارنګه د ټولنې واقعیتونو پر وړاندې د مناسب غبرګون لپاره اغېزمنه لار دی؛ دا مهمه او حیاتي سکالو په ټولنه کې د ټولنې ثبات لپاره د ډلو او مختلفو ټولنیزو بنسټونو ترمنځ د تلپاتې همکاریو په پایله کې شونې ده

دا په داسې حال کې ده چې یاده موسسه، د افغانستان اساسي قانون تشریح او توضیح درې ورځینې پروګرام په چوکاټ کې د دې پروګرام ګډونوالو ته په ټولو ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله هم پوهاوی ورکړي.

کمېسیون، د قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي محترمې موسسې څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون دود عامولو او پیاوړتیا په برخه کې د هر اړخیزو همکاریو مننه کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS