د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې وزارت ویاند سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه لیدنه

Anonymous (not verified)
Sat, Apr 17 2021 10:40 AM
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون په شتون کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې وزارت ویاند ښاغلي اکبر رستمي سره د ګډو همکاریو، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو پیاوړتیا، کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې وزارت او ولایتي ریاستونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په پار ترسره شوه.

په دې ناسته کې ښاغلی اکبري، د یاد وزارت ولایتي ریاستونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د پروګرامونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم څخه د ګټې اخیستنې ښوونیز پروګرام ترسره کولو کې د کمېسیون د همکاریو غوښتوونکی شو.

په دې لیدنه کې ښاغلي ارباب، د یاد وزارت لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم څخه د ګټې اخیستنې په اړه د ښوونیزو پروګرامونو ترسره کولو په برخه د کمېسیون هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

په پای کې دواړو اړخونو هوکړه وکړه چې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت به د ولایتونو اطلاع رسونې مرجع مسوولین مرکز ته راغواړي او د یو بل په همکارۍ به پروګرام ورته ترسره کړي، همدرانګه د کرنې، مالدارۍ او اوبولګونې وزارت ولایتي اطلاع رسونې مسوولینو ته په آنلاین سېستم کې د ګټې اخیستنې یوزر جوړ شي. ترڅو غوښتوونکي وکړای شي په ساده ډول د یاد وزارت له ولایتي ریاستونو څخه په آنلاین ډول اطلاعات وغواړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS