د نوي کال پیام

Anonymous (not verified)
Sun, Mar 21 2021 10:17 AM
aic

د نوروز منت په باغ دی په صحرا هم = نوراني یې شي له فیضه هغه دا هم

نوی کال، له طبیعت سره د انسانانو د تړاو لرغونی جشن دې مبارک وي!

راځئ نوی کال، له دولتي ادارو څخه د یو اطلاعات غوښتنې په غوښتلو ترڅو ځواب ویوونکي شي ونمانځو. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ۱۴۰۰کال نوروز رارسېدل؛ د همدلۍ او بیا د طبیعت ژوندي کېدو ورځ د افغانستان ټولو وګړو ته مبارک وایي.

د نوي کال پیام، صمیمت، خوشحالي او مینه ده. نوی کال تل راتلوونکي ته د نویو فکرونو، نویو کړنو، نویو هیلو زېږنده ده، هغه راتلونکي چې په هغه کې مینه او یو بل زغمل وي. د ګلونو غوړېدل او د طبیعت بیا ژوندي کېدل موږ ته دا هیله راکوي چې تر هر تیارې وروسته روښنایي وي، نو امید باید هېڅ له لاسه ورنکړو.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دې آند دی؛ موږ به هغه وخت ښه کال ولرو چې د سولي او امنیت ترڅنګ د یو ځواب ویوونکي او مسوولیت مننوونکي دولت تر چت لاندې ژوند وکړو. ادارې د خپلو کړنو او کارونو په هکله وګړو ته ځواب ویونکي وي. ځواب ویل او روڼتیا هغه وخت تامین کېدای شي چې په ټولنه کې اطلاعاتو ته لاسرسی په یو دود بدل شي. کمېسیون ژمن دی چې په ۱۴۰۰ کال کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي کچه لوړه او د دې حق تامین لپاره به له ټولو امکاناتو به په بشپړ ډول ګټه واخلي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، یو ځل بیا د ‍۱۴۰۰لمریز نوي کال رارسېدل ټولو وګړو او طبیعت خوښوونکو ته مبارک وایي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS