اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په برخه کې د اکاډمیکو بنسټونو رول اغېزمن دی

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 16 2021 9:07 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په پار له تحصیلي بنسټونو سره د لاهمغږۍ په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د کابل پوهنتون رییس ښاغلي محمد عثمان بابري سره وکتل.

په دې ناسته کې ښاغلي عصمت الله حیدري وویل؛ د افغانستان حکومت ملي او نړیوالو تعهداتو ته په کتو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضع او د دې قانون په اساس یې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړ کړی دی. ښاغلي حیدري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامینولو په برخه کې د اګاډمیکو بنسټونو په اړه وویل:« اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په برخه کې د تحصیلي بنسټونو رول مهم او اړین دی؛ نو پر همدې اساس اړتیا ده چې د کمېسیون او تحصیلي بنسټونو په ځانګړي ډول د کابل پوهنتون چې په زده کړیز چاپېریال کې مهم بنسټ دی ترمنځ همکاري او همغږي لا زیاته شي». نوموړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او کابل پوهنتون ترمنځ د همکارۍ هوکړې پر بنسټ د کابل پوهنتون استادانو او زده کړیالانو ته د عامه پوهاوي پروګرامونو یادونه وکړه او د دې پروګرامونو پلي کولو ته په ګوتڅنډه یې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په برخه کې په تل پاتو اړیکو ټینګار وکړ.

ورپسې ښاغلي محمد عثمان بابري، د کمېسیون د دارالانشا رییس خبرو تایید، سربېره د دواړو بنسټونو ترمنځ د هوکړې د موادو عملي کولو او همکارۍ اعلام وکړ، هغه زیاته کړه؛ کابل پوهنتون د بدلون پلان ترتیب کړی او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین سکالو یې د دې بنسټ کاري پلان کې شتون لري. ښاغلي بابري وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او کابل پوهنتون ترمنځ دې ګډه کمېټه جوړه او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دود اوپیاوړتیا باندې د عملي کړنې ترسره شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS