د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Tue, Mar 16 2021 8:54 AM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون رییس ښاغلي قانون‌پوه ډاکټر محمد هاشمزي په شتون کې؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د هېوادوالو پوهاوي کچې لوړتیا لپاره ترسره شو.

آغلې موسوي، د دواړو کمېسیونو جوړېدو موخه د قوانیونو پلي کېدو څخه څارنه وبلله او د دواړو کمېسیونو په ګډو همکاریو او همغږیو باندې یې ټینګار وکړ. نوموړې زیاته کړه؛ څرنګه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د اساسي قانون پنځوسمې مادې په رڼا کې تصویب شوی؛ نو په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول د اساسي قانون د یوې څانګې پلي کولو په مانا ده.

آغلې موسوي، په حکومتوالۍ کې ګډون، فساد پر وړاندې مبارزه او روڼتیا؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت وګاڼه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې بنسټیز میکانیزم وښود. موسوي، په ډیموکراټیکو نظامونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي آزادي اصل وباله او ویې ویل؛ ممنوعیتونه چې فرعي برخې دي، د ازادو اطلاعاتو پر وړاندې باید خنډ نشي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

همدارنګه د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون رییس ښاغلي قانون‌پوه ډاکټر محمد هاشمزي، د کمېسیون مشرتابه او د عامه پوهاوي ټیم ته د هر کلي ترڅنګ د اطلاعاتو په ازادۍ ټینګار وکړ او ویې ویل؛ زموږ دنده د اساسي قانون پلي کولو څخه څارنه ده او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د دې قانون مهمه برخه ده، همداشان اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په ادارو کې د روڼتیا ضامن دی. ښاغلي هاشمزي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون همکاریو څخه ډاډ ورکړ.

په پای کې ښاغلي جعفر ایشاني، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS