کاپیسا ولایت کې د قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي موسسې په همکارۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 13 2021 11:57 AM
aic

دا پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه د عامه پوهاوي په پار، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون په شتون کې د روڼتیا او د محرمیت دود له منځه وړلو لپاره د حمیدي برمکي موسسې په همکارۍ مدني ټولنې، رسنیو، حقوقي فعالینو، د کاپیسا ولایت دولتي کارپوهانو ته ترسره شو.

د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. نوموړي اطلاعاتو ته لاسرسی د ډیموکراتیکو نظامونو له اساسي اصولو وباله؛ پرته اطلاعاتو ته د لاسرسي څخه د ښې حکومتوالۍ ناشوني دي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

د عامه پوهاوي آمر؛ په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسی پلي کول؛ د رسنیو، مدني ټولنو، د بشر حقوقونو فعالینو او دولت هر اړخیزې همکارۍ ته اړتیا لري. هغه زیاته کړه؛ اطلاعاتو ته لاسرسی یو وګړیز او عامه حق دی او اړتیا ده چې د دې حق پلي کولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړو.

د کمېسیون او د قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي موسسې تر منځ د همکاریو هوکړې په اساس، حمیدې برمکي موسسې د اساسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرام سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پرېزېنټېشن ارایه کولو زمینه برابروي. اطلاعاتو د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون عامولو په برخه کې د حمیدې برمکي موسسې هراړخیزې موسسې ستایي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS