د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس لیدنه

Anonymous (not verified)
Sat, Mar 06 2021 10:35 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون؛ هېوادوالو ته د ټولو حقونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په ګډون د عالمانو رول مهم بولۍ. د افغانستان عالمان، د اسلامي ښوونو پر بنسټ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون دودولو او عامولو په برخه کې ښه لارښوونه کولای شي. کمېسیون، په ځواب ویونکي او ولسواکي دولت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو په برخه کې د عالمانو همکارۍ باندې باور لري.

په همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون؛ د کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي دوکتورامین مظفري په شتون کې د ګډو همکاریو پیاوړتیا، د کابل او ولایتونو عالمانو ته د پروګرامونو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه د کنفرانسونو ترسره کولو په پار غونډه وکړه.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پیل کې ښاغلي حیدري، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو، دود او پیاوتیا په برخه کې د علماو رول باندې خبرې وکړې او زیاته یې کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په پام کې لري چې کابل او د افغانستان ۲۰ ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا لپاره عالمانو ته د پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي. ښاغلي حیدري، هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې د حج او اوقافو وزارت له مشرتابه د همکارۍ غوښتونکی شو.

ورپسې ښاغلي دوکتور امین‌الدین مظفري، د کمېسیون کړنې او فعالیتونه وستایل او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله له دیني اړخ څخه وغېږېده، ویې ویل: « هم په دین او هم په وضع شویو بشري قوانینو کې قدرت د وګړو او حکومت د وګړو استازولي په ټولنه کې تمثیل کوي؛ په همدې اساس د اطلاعاتو اصلي څښتنان وګړي دي او ادارې مکلفې دي چې اطلاعات د وګړو په واک کې ورکړي». نوموړي زیاته کړه، له نېکه‌مرغه حج او اوقافو وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین ته ژمن دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS