ولایتي خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په اړه ښوونیز پروګرام

Anonymous (not verified)
Wed, Feb 24 2021 1:55 PM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د رومي مشورتې دفتر په همکارۍ؛ ولایتي خبریالانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په اړه ښوونیز پروګرام؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم څخه د خبریالانو او په ځانګړي ډول په څېړنیزو راپورونو کې د ګټې اخیستنې په موخه ترسره کړ.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په استازولۍ ښاغلي خلیل جیحون ګډون کړی وه، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم څخه د ګټې اخیستنې څرنګوالی او د قانون عملي میکانیزم یې هر اړخیز تشریح کړ، نوموړي په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسرسي په اړه خبرې وکړې ویې ویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم خبریالانو ته ډېرې آسانتیاوې رامنځته کړي په ځانګړي ډول هغو خبریالانو ته چې څېړنیز راپورونه تدوینوي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

د پروګرام په دوام کې ښاغلي جیحون، اطلاعاتو ته لاسرسی د څېړنیز ژورنالیز اساس او بنسټ وباله او زیاته یې کړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي پرته د څېړنیز راپور برابرول ناشوني دي او دې سېستم نه یواځې خبریالانو بلکه د افغانستان ټولو اوسېدونکو ته اطلاعاتو ته لاسرسی آسانه کړی.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS