د پلازمینې زون پراخیتا اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 22 2021 9:32 AM
aic

پلازمینې زون پراخیتا اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي د پلازمینې زون پراخیتا ادارې عمومي رییس ښاغلي نجیب الله شینواري په شتون کې د دې ادارې مرستیالانو، رییسانو، سلاکارانو او آمرینو ته ترسره شو.

په پیل کې آغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، قانون او د کمېسیون کړنو په هکله خبرې وکړې. آغلې موسوي، اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو او حکومت ترمنځ د باور جوړولو او فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې مهم وبلل او زیاته یې کړه:« اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا د ادارو د کمزورتیا او پیاوړتیا ټکي ښکاره کوي، د پرېکړو او پروګرامونو اصلاح کولو ته زمینه برابروي». د کمېسیون کمېشنرې زیاته کړه؛ پرمختګ او پراختیا د هېوادوالو همکارۍ ته اړتیا لري او د وګړو همکاري اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو پرته ناشونې ده. پر همدې اساس ادارې د اطلاعات ورکولو له لارې، حکومت کې د وګړو ګډون ته زمینه برابروي او د ځواب ویوونکي نظام د تحکیم پیاوړتیا لامل کېږي او د وګړو د باور د زیادښت لامل کېږي.

aic

ورپسې ښاغلي نجیب الله شینواري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کړنو د ستاینې ترڅنګ وویل« اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه ده چې باید تامین شي». ښاغلي شینواري زیاته کړه؛ د پلازمینې زون پراختیایي ادراې هېڅ کړنه او فعالیت باید له رسنیو او وګړو پټه نه وي، بلکه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې هڅه وشي ترڅو هر ډول اطلاعات له وګړو سره شریک شي. همدارنګه نوموړي اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو ته تیارۍ وښود او ژمنه یې وکړه چې هېوادوالو، غوښتونکو ته د اطلاعات ورکولو په برخه کې همکارۍ کوي او په اداره کې شته اطلاعاتو ته د وګړو آسانه لاسرسي لپاره زمینه برابره وي.

په پای کې د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS