د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت (CoST) سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غونډه

Anonymous (not verified)
Sun, Feb 21 2021 2:18 PM
aic

ټاکل شوې د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت (CoST)، په بنسټیزو سکتورنو کې د روڼتیا شاخصونو لپاره؛ په تدارکاتي پروژو کې د بنسټیزې روڼتیا او ځواب ویلو کچې معلومولو په پار پلي کېږي.

د همدې لپاره د افغانستان بنسټیزې روڼتیا نوښت او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ترمنځ، په افغانستان کې د بنسټیزې روڼتیا شاخصونو آزمایښتي پلي کېدو او په دې برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو غونډه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي او منشي ښاغلي حمدالله ارباب او د (CoST) بنسټ تخنیکي ټیم په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دفتر کې ترسره شوه.

د دې غونډې په پیل کې د یاد بنسټ تخنیکي ټیم د دې بنسټ تاریخچې، د کړنو پیل او موخو په اړه خبرې وکړې او د یو پرېزېنټېشن په وړاندې کولو یې د بنسټیزې روڼتیا شاخصونو په اړه چې؛ د روڼتیا او ځواب ویلو ته مناسب محیط، د پروسو او بنسټونو ظرفیت، د وګړو ګډون او د اطلاعات خپرول لرونکی وه، معلومات وړاندې کړل.

ورپسې په افغانستان کې د روڼتیا بنسټیزو شاخصونو پلي کولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د ګټې اخیستنې پر وړاندې ستونزو او دوه اړخیزو همکاریو باندې د آندونو تبادله اوبحث وشو، چې په دې برخه کې د کمېسیون وړاندیزونه او آندونه، ښاغلي حمدالله ارباب په واضح ډول ارایه او له یاد بنسټ سره د دوه اړخیزو همکاريو باندې یې ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS