ځمکو او ښارجوړونې وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Tue, Feb 16 2021 9:49 AM
کمیسیون دسترسی به اطلاعات

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د ځمکواو ښار جوړونې ورازت د استوګنې مرستیال ښاغلي عزیز احمد ګلستانې په شتون کې د یاد وزارت رییسانو او آمرینو ته ترسره شو.

په دې پروګرام کې چې د کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي خبرې کولې وویل:« اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په افغانستان کې تازه راڅرګنده شوې پدیده ده چې له خورا ډېرو ستونزو سره مخ دی، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هڅه کوي چې له ادارو سره په همکارۍ په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لپاره زمینه برابره کړي». پر همدې بنسټ کوښښ کو چې د پوهاوي پروګرامونو له لارې، د دې حق په هکله هېوادوال او هم د دولتي ادارو مسوولین چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه څه مسوولیت او مکلفیت لري خبر کړو.

آغلې موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دندو او واکونو ترڅنګ؛ په ټولیز ډول څارنه، روڼتیا او ځواب ویلو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت په اړه خبرې وکړې. د کمېسیون دغې غړې، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د سندونو نه مدیریت لویه ستونزه وګڼله او د ادارو په کچه سیاسي اراده، د اطلاع رسونې مرجع څخه ملاتړ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا لپاره بنسټيز میکانیزم بیان کړ.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په دې پروګرام کې ښاغلي پوهنمل عزیز احمد ګلستاني، اطلاعاتو ته لاسرسی، د ښې حکومتوالۍ له مهمو او اساسي عنصرونو وګاڼه او زیاته یې کړه؛ یاد وزارت وګړو ته خدمتونه ارایه کوي، پر همدې اساس د هغوی پر وړاندې ځواب ویوونکی دی. د ځمکو او ښار جوړونې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره په همغږۍ ژمن دی چې هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS