د دوه ډوله تېلو د پېرلو او ۱۴ قلمه روغنیاتو او فلټرونو د برابرولو اعلان

Anonymous (not verified)
دواطلبی

Publish Date

Closing Date

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د  15564لېټره L0.2-62 ډیزلو، 27000  لېټره A-92 پترول تېلو، ۱۴ قلمه روغنیتاتو  او فلترونو برابرول او پېرل. AIC/1400/G-1/NCB/REBIT

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د تدارکاتو عمومي مدیریت په شرایطو برابر کسانو ته خبر ورکوي چې د 15564   لېټره ډېزلو او ۲۷۰۰۰ لېټره پترولو او ۱۴ قلمه روغنیات او فلترونو پېرلو پروسه کې ګډون وکړي. داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې سافټ د تدارکاتو له عمومي مدیریت او همدارنګه له دغو وېب‌پاڼو www.npa.gov.af او www.aic.gov.af  څخه ترلاسه کړي. خپل آفرونو دشرطپاڼې او د تدارکاتو د قانون او کړنلارې په رڼا کې په تړلي ډول د اعلان له نېټې څخه تر ۲۷-۱۱ -1399 نېټې پورې، د قلعه فتح الله شپږم سړک، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون؛ د تدارکاتو عمومي مدیریت ته وسپاري. د یادولو وړ ده چې له وخت وروسته راغلي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي. د آفر بانکي ګرنټي ۱۱۳۰۸۲ یو لک او دیارلس زره او دوه اتیا افغانی ده او د آفرونو د خلاصون غونډه ۲۷ -۱۱ -1399 نېټې د تدارکاتو عمومي مدیریت کې د سهار ۱۰:۰۰ بجې ترسره کېږي.

د شرطپاڼې سافت