په هرات کې د قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي موسسې لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي دویم پروګرام
اطلاعاتو ته د لاسرسي دود او کلتور عامولو او پیاوړتیا لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د قانون حاکمیت لپاره د حمیدې برمکي موسسې ترمنځ د همکاریو هوکړې پر بنسټ؛ یادې موسسې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي دویم پروګرام، د مختلفو حکومتي بنسټونو؛ چې سیمه ییزې ادارې، عدلیه وزارت، حج، ارشاد او اوقافو وزارت، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو چارو وزارت، ولایتي شورا، د عالمانو شورا د ټولو ولسوالیو مدني او ټولنیزو فعالینو په ګډون هرات ولایت کې د درې ورځو لپاره د ۱۳۹۹کال د لیندۍ په ۳۰ مه ترسره شو.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د دې موسسې له کړنو د زړه له تله مننه کوي او طمعه لري چې ټول مدني بنسټونه، به اطلاعاتو ته د لاسرسي دود او کلتور عامولو او پیاوړتیا کې له کمېسیون سره همکاري وکړي