د افغانستان آزادو او عادلانه ټاکنو اجرایوي رییس یوسف رشید د شهادت په مناسبت اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د غمشریکۍ پیام

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 23 2020 10:08 AM
aic

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو اجرایوي رییس یوسف رشید، نن سهار د یو وسلوال برید په ترڅ کې په شهادت ورسید. شهید یوسف رشید د عمر ډېره برخه د ټولنیز عدالت او د ډيموکراسۍ ارزښتونو پلي کولو لپاره وقف کړ او د ډېر توکمې ټولنې لپاره یې ارزښتمنې کړنې په میراث پرېښودې.

په وتلو ټولنیزو او مدني څېرو باندې برید په اصل کې د بیان ازادۍ، د انساني او بشري حقونو ارزښتونو باندې برید دی. د افغانستان دښمنان باید په یاد ولري چې د مدني او رسنیو ټولنو کارکونکو وینې بهولو باندې نه شي کولای د د ټولنې بنسټیزو ارزښتونو سنګر ولړزوي؛ بلکه یو پر له بل پسې د هېواد د پوه او دانا وګړو وژل، په ټولنه کې د هر ډول بشر ضد کړنو پر وړاندې د مقاومت او ودرېدو لامل کېږي.

طلاعات ته د لاسرسي کمېسیون په کابل کې پر یوسف رشید باندې د نن سهار برید په کلکو ټکو غندي او د هغه شهادت د بیان ازادۍ او د مدني حق غوښتنې د بنسټیز کولو په برخه کې یو لویه ضایع بولي. د مرحوم درنې کورنۍ او د هېواد د مدنې ټولنې ته خپل د غمشریکۍ مراتب وړاندې کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS