د ولسي جرګې مالي او بودجوي چارو کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ۱۴۰۰ مالي کال بودجوي استماعیه ناسته

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 23 2020 9:58 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه خپله د ۱۴۰۰ مالي کال بودجوي مسوده، د مالي او بودجوي چارو کمېسیون ځانګړې ناسته کې وړاندې کړه. په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، غړي ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، مالي او حسابي آمر، د ولایتي اړیکو آمر شتون درلود.

aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د خپلو کړنو او فعالیتونو پرمخ‌وړلو لپاره، خپله د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د کابل او شپږو زونونو په کچه د پلان، د منظمو او ځانګړو پروګرامونو، د کابل او ولایتونو په کچه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونو په پام کې نیولو چې له وړاندې ترتیب شوي وه، د ولسي جرګې مالي او بودجوي کمېسیون کې ارایه او دفاع یې ورڅخه وکړه. د ولسي جرګې مالي او بودجوي کمېسیون، د پلانونو او پروګرامونو له استماع وروسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون بودجوي وړاندیز منظور کړ.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ولسي جرګې له مالي او بودجوي کمېسیون اومالیې محترم وزارت څخه د کمېسیون د بودجې تاییدولو په پار، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په موخه په ټولو ټولنیزو چارو کې یو مهمه او حیاتي سکالو ده؛ مننه کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS