اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د روڼتیا نړیوال سازمان لخوا د ۲۰۲۰کال فساد پر وړاندې مبارزې جایزه ګټلو په مناسبت ښاغلي ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې ته د مبارکۍ پیام

Anonymous (not verified)
Thu, Dec 03 2020 10:37 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د روڼتیا نړیوال سازمان لخوا، د ۲۰۲۰کال د فساد پر وړاندې مبارزې جایزه ګټل؛ ښاغلي ذکي دریابي، اطلاعات روز ورځپاڼې او همدارنګه د افغانستان رسنیو ټولنې ته مبارکي وایي، همداشان د اطلاعات روز ورځپاڼې د څېړنیزو خبریالانو ټیم ته د اطلاع رسونې او د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د بریا غوښتنه کوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون باور لري، په اوسنیو ټولنو کې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د تخصصي ورځپاڼو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او د بیان آزادۍ رول له ښه او غوره اهمیت څخه برخمن دی. له همدې امله د فساد پر وړاندې مبارزې، د روڼتیا تامین او فعال ګډون لپاره د هېوادوالو د پوهاوي کچې لوړولو په برخه کې د رسنیو هر اړخیز ملاتړ مهم او حیاتي ګڼي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، له ټولو رسنیو غواړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق عامولو او په کلتور اړولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د فساد پر وړاندې مبارزې لپاره اساسي او بنسټیز ګامونه واخلي. همدارنګه دوی د اطلاعاتو افشا کوونکو څخه خپل ملاتړ بیان او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو تعقیب باندې یې ټینګار کوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS