د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو په آند د قانون پلي کولو پر وړاندې د فرصتونو او ستونزو شننه

Anonymous (not verified)
Wed, Dec 02 2020 9:26 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي یو ورځیني بحث یوه برخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري په شتون کې د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ستونزو او فرصتونو په اړه ډلییز بحث او خبرې وکړې.

aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضع او د کمېسیون له رامنځته کېدو راپدېخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي دودولو او پیاوړتیا په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي خو سربېره د دې پرمختګونو، د دولتي ادارو لخوا د اطلاع رسونې په برخه کې د شته ستونزو څخه هم سترګې نشو پټولی. څېړنې ښیي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې یو اړخیزې نه دي، بلکه کولای شو هغه له څو اړخونو تحلیل او وڅېړو.

په دې پروګرام کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د شته ستونزو او فرصتونو په هکله هر اړخیز بحث وکړ. د ستونزو له منځه وړلو او له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره یې خپل وړاندیزونه کمېسیون وړاندې کړل. ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ترمنځ د همکاریو په وسیله د ځانګړو پروګرامونو او پلانونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر وړاندې ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه لاړې شي.

aic

د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رامنځته کېدل، انلاین سېستم جوړول، د کنفرانسونو دایرول، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته د ښوونیزو او پوهاويپروګرامونو ترسره کول، وګړو او دولتي کارکوونکو ته د پوهاوي پروګرامونه، د اطلاع رسونې لپاره د الکترونیکي او مجازي پاڼو شتون اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو کې مهم فرصتونه وګڼل. د ادارو د مشرتابه لخوا د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو نه همکاري او ملاتړ، د دفتري امکاناتو، تجهیزاتو او ځانګړې شعبې نشتون، وګړو ته د پوهاوي پروګرامونو پڅوالی، د ځینو ادارو لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پام کې نه نیول، د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ترمنځ نه همغږي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو کې له جدي ستونزو وښودې.

aic

همدارنګه د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له هر اړخیز ملاتړ څخه ټینګار وکړ او د کمېسیون لخوا د حق غوښتنې او ښوونیزو پروګرامونو د زیاتوالي غوښتونکي شول ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ښه پلی شي.

د دې پروګرام په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري؛ د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو خبرو، ارزونو او د اندونو تبادلې باندې بحث وکړ او په عمومي ډول یې د پروګرام پایله وړاندې کړه او د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو څخه يې د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS