اطلاعاتو ته د لاسرسي شننه او لاسته راوړنو، ستونزو او فرصتونو په هکله بحث ترسره شو

Anonymous (not verified)
Tue, Dec 01 2020 11:24 AM
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي بحث، اطلاعاتو ته د لاسرسي پیاوړتیا او د لاسته راوړنو په هکله د بحث، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین لپاره د شته فرصتونو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د ستونزو د سرچینو او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود بنسټیزکولو پر وړاندې د شته ستونزو پیداکول په پار، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا ترسره شو.

aic

دا بحث اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د افغانستان روڼتیا څار ادارې اجراییوي رییس ښاغلي سید اکرام افضلي، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د حق غوښتنې رییس ښاغلي صدیق الله توحیدي، د ملي تدارکاتو ادارې د روڼتیا تامین رییس ښاغلي بختیار نجمان، د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند ښاغلي اکبر رستمي، خبریالانو او د ادارو د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو په شتون کې ترسره شو.

په پیل کې آغلې موسوي، د کمېسیون په استازولۍ د ښه راغلاست ترڅنګ؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي فرصتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون وضعه کول، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رامنځته کول، رسنۍ، مدني ټولنې، پوه او خبر وګړي کولای شو، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو په برخه کې د ښو فرصتونو له ډلې وګڼو.

د کمېسیون کمېشنرې زیاته کړه؛ اطلاعات پخپله قدرت او مطلق قدرت فساد زېږونکی دی. که چېرته دغه واک او قدرت یواځې د دولت وي، نو په پایله کې د دولت فاسدکېدو لامل کېږي. خو که چېرته دا حق د هېوادوالو لپاره تامین شي کولای شي چې د دولت واګې کنټرول او د دولتدولۍ چارو څخه څارنه وکړي.

همدارنګه آغلې موسوي، په دولتي ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع رامنځته کول، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د فرصتونو له ډلې وباله او زیاته یې کړه، د اطلاعاتو غوښتونکي کولای شي په ساده ډول د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ته لاسرسی ولري او د اطلاعاتو غوښتنه وکړي.

ورپسې ښاغلي افضلي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو او روڼتیا لپاره په دولتي ادارو باندې نیوکه کولای شي له بنسټیزو لارو تمامه شي او زیاته یې کړه؛ حکومت باید خپل ځان د اطلاعاتو مالک و نه ګڼي او د دې پرځای د وګړو غږ ته غوږ ونیسي او سم اطلاعات د خلکو په واک کې ورکړي.

aic

د روڼتیا څار ادارې رییس، اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې ستونزې په دوه ډلو وویشلې او ویې ویل: یو لړ ستونزې د دولت اړوند دي او بله ډله یې د عامه وګړو مربوط کېږي. د ادارو او قوانینو د جوړښت موخه، خلکو ته د ښو خدمتونو عرضه کول دي، وګړې حق لري چې غوره خدمات ورته وړاندې شي ترڅو ټولو حقونو او امتیازونو ته لاسرسی ولري. هغه زیاته کړه؛ په حکومت باندې د وګړو باور له منځه وړل د نظام او حکومت د کمزورۍ سبب کېږي. د خلکو د باور جلبولو لپاره ښه او غوره لار د اطلاعاتو ورکول او خلکو ته ځواب ویل دي.

ښاغلي افضلي وویل؛ که چېرته موږ غواړو چې د اطلاعات غوښتنې کچه لوړه کړو، لومړی باید هغه اطلاعات چې غوښتل شوي خواب ورکړو. هغه همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره د رسنیو د همکاارۍ غوښتوونکی شو.

aic

د پروګرام په لړ ښاغلي توحیدي وویل: اساسي قانون دی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق یې په رسمیت پېژندلی دی او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون تصویت یې اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره غوره فرصت وګاڼه. هغه د کمېسیون پرېکړو پلي کولو باندې ټینګار وکړ او د ځینو ادارو لخوا د کمېسیون پرېکړې نه پلي کول یې د پوښتنې وړ وبلل.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د حق غوښتنې رییس زیاته کړه؛ د دولت لخوا د سمو اطلاعاتو نه ورکول د وګړو او دولت ترمنځ د بې باورۍ لامل کېږي. هېڅ ډول اطلاعات، شمېرې، آمار او سندونه باید له خلکو پټ نه شي، پرته د قانون له احکامو. ښاغلي توحیدي زیاته کړه؛ که چېرته حکومت د رسنیو، مدني ټولنې او وګړو د همکارۍ غوښتونکی وي؛ نو باید ځواب ویونکي وي.

aic

د ملي تدارکاتو ادارې د روڼتیا تامین رییس ښاغلي بختیار نجمان، په دې بحث کې وویل چې شرکتونه د قانون په رڼا کې مکلف دي چې د پروژو له پلي کېدو وګړو ته راپور او پوهاوی ورکړي. وګړي حق لري چې اطلاعاتو ته له وړاندې لاسرسی ولري.

د دې پروګرام د دویمې او درېیمې برخې راپور به بېل، بېل د کمېسیون له ارتباطي کانالونو خپاره شي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS