د رسنیو شکایتونو ته د رسېدنې لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او رسنیو ترمنځ د همکاریو اوهمغږۍ ناسته

Anonymous (not verified)
Sun, Nov 22 2020 2:21 PM
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، منشي او کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري په شتون کې د طلوع نیوز، یک تلویزیون، شمشاد تلویزیون، پژواک خبري آژانس، سلام وطندار، کلید رادیو خبریالانو سره د رسنیو او کمېسیون ترمنځ د همکارۍ، همغږۍ او د قضایي، امنیتي او جنایي پېښو په هکله د رسنیو شکایتونو ته د رسېدنې په ځانګړي ډول د طلوع تلویزیون مخکېني خبریال یما سیاوش او د افغانستان بانک نورو کارکوونکو د ترور په تړاو د اطلاعات نه ورکولو په پار ترسره شوه.

aic

په پیل کې خبریالانو، په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د خبریالانو نه لاسرسي په هکله خپلې ستونزې د کمېسیون مشرتابه سره شریکې کړې او د ځینو ادارو لخوا د قضایي، امنیتي او جینایي پېښو په اړه په ځانګړي توګه د یما سیاوش د ترور په هکله د افغانستان بانک څخه د اطلاعات نه ورکولو په پار شکایت وکړ.

ورپسې ښاغلي بهادري، ډاډ ورکړ چې کمېسیون به د خبریالانو او رسنیو ټولو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د افغانستان بانک یې یو له تړلو ادارو وښوده او ویې ویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون به د تړلو ادارو، ځواب ویلو، په ځانګړي ډول د افغانستان بانک په برخه کې له ټولو قانوني لارو ګته واخلي. ترڅو ټولې رسنۍ او وګړۍ په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

د کمېسیون رییس زیاته کړه، ادارې باید اطلاعاتي سېستم رامنځته کړي چې ټول غوښتل شوي اطلاعات او اړین اطلاعات ځواب ویونکي وي.

ښاغلي ارباب وویل: حکومت مکلف دی چې د قانون په رڼا کې اطلاعات له رسنیو او وګړو سره شریک کړي. هغه همدارنګه له رسنیو وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو کې همکاري وکړي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS