کلو او پراختیا وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Mon, Nov 23 2020 11:32 AM
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د کلو او پراختیا وزارت رییسانو په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي او د دې قانون ښه پلي کېدو په پار، په دې وزارت کې ترسره شو.

په پیل کې ښاغلي ولي الله مصباح، د دې پروګرام جوړولو په پار د کلو او پراختیا وزارت څخه د مننې ترڅنګ وويل؛ د دې لپاره چې اطلاعاتو ته لاسرسی په مرکزي او سیمه ییزو ادارو کې په ښه ډول عملي شي؛ اړتیا ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له دولتي ادارو، رسنیزو او وګړیزو بنسټونو سره د همکارۍ او همغږۍ فضا پیاوړې؛ همدارنګه د هېوادوالو او دولتي ادارو د قانون په هکله د پوهاوي کچه لوړه شي. ځکه چې د قانون په اړه پوهاوی په ټولنه کې د قانون ښه پلي کېدو لامل کېږي.aic

همدارنګه ښاغلي ولي الله مصباح، د پرېزېنټېشن له لارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت، د کمېسیون کړنو، د کمېسیون دندو او واکونو، اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیدنې، ممنوعیتونو، سرغړونو او تادیبي مؤیداتو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS